فلسطین د اسلامي دنیا لومړنۍ مسله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140408-فلسطین_د_اسلامي_دنیا_لومړنۍ_مسله_ده
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د طوفان الاقصی عملیاتو ته په اشارې سره وویل نن سبا ورځې د ټولې نړۍ په تیره بیا د اسلامي دنیا لپاره ډیرې مهمې او حساسې ورځې دي.
(last modified 2023-10-23T23:25:51+00:00 )
Oct 24, 2023 01:25 Asia/Kabul
  • فلسطین د اسلامي دنیا لومړنۍ مسله ده

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د طوفان الاقصی عملیاتو ته په اشارې سره وویل نن سبا ورځې د ټولې نړۍ په تیره بیا د اسلامي دنیا لپاره ډیرې مهمې او حساسې ورځې دي.

هغه وویل حضرت امام خمیني رحمت  الله علیه  فرمائیل د فلسطین موضوع د اسلامي دنیا لومړنۍ موضوع ده او نن سبا مونږ ویلای شو د فلسطین مسله د دنیا لومړنۍ مسله ده.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د طوفان الاقصی عملیاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د فلسطین خلکو د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه فیصله وکړه د دې پرځاې چې هره ورځ مړه شي یو ځل په عزت او شرف سره مړه شي.

هغه وویل د صهیونیسټ رژیم ننی حکومت له غلو او قاتلانو جوړ دی کوم چې هیڅ اخلاقي او انساني سره کرښه نه پيژندي.

د ایران د اسلامي شورا مشر قالیباف وویل صهیونیسټ رژيم نن سبا د فلسطین د ماشومانو په ډله ئیز ډول د وژلو په حال کښې دی او هغه تصویرونه چې نن سبا د فلسطین  د ماشومانو د مظلومیت په هکله خپریږي د نړۍ په تاریخ کښې ساری نلري او دا داغ به د لویدیځو هیوادونو او د بل هر حکومت چې دغه بوږنونکي عسکونه وویني او غبرګون ونه ښي پاک نشي.