لویدیځ هیوادونه د صهیونیسټانو هڅوونکي او ملاتړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140510-لویدیځ_هیوادونه_د_صهیونیسټانو_هڅوونکي_او_ملاتړي_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر لویدیځ هیوادونه د غزې د ښځو او ماشومانو وژلې ته د صهیونیسټانو لمسوونکي او ملاتړي وبلل.
(last modified 2023-10-25T21:59:19+00:00 )
Oct 26, 2023 02:27 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د صهیونیسټانو هڅوونکي او ملاتړي دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر لویدیځ هیوادونه د غزې د ښځو او ماشومانو وژلې ته د صهیونیسټانو لمسوونکي او ملاتړي وبلل.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر لویدیځ هیوادونه د غزې د ښځو او ماشومانو وژلې ته د صهیونیسټانو لمسوونکي او ملاتړي وبلل.

د ایران پریس د خبر له مخې، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د خپلې کابینې په غونډه کښې، د بیګناه ښځو او ماشومانو په وژله کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو دوام د بشر لپاره یوه ستره غمیزه وبلله او ویې ویل: اوس چې ناعادلانه نړیوال نظم د نړۍ د خلکو عادي ژوند، امنیت او ارامښت ګواښي، د ټولو پتمنو انسانانو او بشري سارمانونو دنده جوړیږي چې د صهیونیسټي رژیم او د هغه د ملاتړي ناعادلانه نړیوال نظم د جنایتونو د غندلو او ورڅخه د خپلې بیزارۍ د اعلانولو لپاره خپلې ټولې وړتیاوې او ظرفیتونه وکاروي.