د ایران د خارجه وزارت ویاند:
صهیونیست جنګي جنایتکاران به د خپلو جنایاتو سزا وویني
د اسلامي ایران د خارجه وزارت ویاند ویلي چي صهیونیستي جنګي جنایتکاران او د هغو ی ملاتړي به ډېر ژر د خپلو جنایاتو سزا وګالي.
صهیونیست رژیم په داسي حال کې د چهار شنبې په ورځ د الجزیرې د خبریال الدحدوح په کور بمبار وکړ چي هغه په ژوندي توګه په غزې کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو په هکله راپور ورکول.
په دغه برید کې د الجزیرې د خبریال مېرمنه، ځوان زوی، ۷ کلنه لور او د یوې میاشتې ماشوم شهیدان شول.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی دې پېښې ته په غبرګون کې د الدحدوح د کورنۍ د شهادت د امله د خواخوږي په څرګندولو سره وویل: صهیونیست جنایتکاران او د هغوی ملاتړ په ډېر ژر د فلسطین د ولس د ایمان او ارادې په وړاندې په ګونډو شي او د خپلو جنایاتو بیه به پرې کړي.
صهیونیست رژیم په غزې کې د ماشومانو او ښځو له وژلې نه د راپور د ورکولو د مخنیوی لپاره خبریالان په نښه کوي او په تېرو دوو اونیو کې یې له ۲۴ زیات خبریالان وژلي دي.