امریکا بشری حقوق د جنایتکارصهیونیسټي رژیم دګټو قرباني کړی دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140934-امریکا_بشری_حقوق_د_جنایتکارصهیونیسټي_رژیم_دګټو_قرباني_کړی_دي
د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ووئيل، امریکا او په ګوته شمیر څو هیوادونو ، ملګري ملتونه برمته کړي دی او نړیواله سوله امنیت او بشری حقوق ئې د اسرائيلو دجنایتکار او توکمپال رژیم د ګټو قرباني کړي دي .
(last modified 2023-11-02T23:49:38+00:00 )
Nov 03, 2023 04:09 Asia/Kabul
  • امریکا بشری حقوق د جنایتکارصهیونیسټي رژیم  دګټو قرباني کړی دي

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ووئيل، امریکا او په ګوته شمیر څو هیوادونو ، ملګري ملتونه برمته کړي دی او نړیواله سوله امنیت او بشری حقوق ئې د اسرائيلو دجنایتکار او توکمپال رژیم د ګټو قرباني کړي دي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني په جبالیا کیمپ باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتکارو  حملو په غبرګون کې په ایکس ټولنیز چینل کې  ددغه کیمپ د ځینو عکسونو په خپرولو سره ولیکل،د وحشي صهیونیسټي رژيم  له حملو وروسته د غزې تړانګې په مرکز کې  د البریج او جبالیا   کیمپونو  کنډوالې،د فلسطین د مظلوم ولس د وژلو او د وحشی رژيم د وحشیتوب ژوره  ښودنه کوي.

ناصر کنعانی  روښانه کړې ده ، زیاتره هیوادونه ،حکومتونه او ملتونه  په غزې تړانګې کې  د فلسطین د بې دفاع  خلکو په ضد  دجنایتکار رژیم  دلیونتوب او  د  ویجاړونکو حملو  دختمیدا او د اور بند غوښته  کوي،  له  امریکا او  په ګوته شمیر څو اروپائی هیوادونو پرته، چې تل له بشری حقوقو څخه په دروغجنو شعارونو سره  دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې دخالتونه کوي.  ناصر کنعاني وئیلي دي، روښانه ده چې امریکا او په ګوته شمیر څو  هیوادونو  ملګری ملتونه او ددغې موسیسې امنیت شورا برمته کړي دي او نړیواله سوله امنیت او بشری حقوق  ئې د غاصب او وحشي اسرائيلی رژيم د ګټو قرباني کړي دي.