نن سبا د فلسطین غزه د حقیقي هولوکاسټ کتونکي ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په مناسبت یوې خبر پاڼه کښې وویل نن سبا غزه د حقیقي هولوکاسټ(Holocaust ) کتونکي ده او د دغه ټاټوبي د مظلومو خلکو د عام وژلې اصلي عامله جنایتکاره امریکا ده.
د ایران پوځ په دغه بیانیې کښې ډاګینه کړه د اسلامي ایران د بصیرت لرونکو او د انقلابي ځوانانو په لاس د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو د کلیزې یعني د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د یوم الله رارسیدل د ایران د اسلامي انقلاب په ځلانده تاریخ کښې د بدلون پیچومی دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام په تثبیتولو او د استکبار د لاسونو په لنډولو کښې یې مهم رول لرلی دی.
د ایران د پوځ بیانیه زیاتوي د ایران له ملت سره د امریکا دښمنۍ او خباثت اوږده مخینه لري او امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد زیات جنایتونه کړي دي لکه نیغ په نیغه پوځي حمله ، د ایران پرضد د عراق د بعث رژیم لمسول او ورڅخه ملاتړ کول ، او د ایران د سیاسي مخالفانو حمایت کول ، د ترهګرو ډلو منظمول او ظالمانه بایکاټونه او نرم جنګ وغیره وغیره د واشنګټن په اقداماتو کښې شامل دي او ایران ملت به هیڅکله د امریکا دغه اقدامات هیر نکړي.
د ایران پوځ وویل په اوسني پړاو کښې یوځل بیا د نړیوال استکبار له انساني ضد څیرې څخه پرده پورته شوي ده او جنایتکاره امریکا د صهیونیسټ د ماشومانو د وژونکي او غاصب رژیم په ملاتړ کولو سره د نړۍ خلکو ته خپل پلید هویت ورښودلی دی.
د ایران پوځ زیاته کړه نن سبا غزه د حقیقي هولوکاسټ کتونکي ده او د دغه ټاټوبي د مظلومو خلکو د عام وژلې اصلي عامله جناتیکاره امریکا ده او د صهیونیسټ رژيم پراخه سیاسي ملاتړونه او وسله والې مرستې کوي.