نن سبا د فلسطین غزه د حقیقي هولوکاسټ کتونکي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140974-نن_سبا_د_فلسطین_غزه_د_حقیقي_هولوکاسټ_کتونکي_ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په مناسبت یوې خبر پاڼه کښې وویل نن سبا غزه د حقیقي هولوکاسټ(Holocaust ) کتونکي ده او د دغه ټاټوبي د مظلومو خلکو د عام وژلې اصلي عامله جنایتکاره امریکا ده.
(last modified 2023-11-03T23:25:33+00:00 )
Nov 04, 2023 01:55 Asia/Kabul
  • نن سبا د فلسطین غزه د حقیقي هولوکاسټ کتونکي ده

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په مناسبت یوې خبر پاڼه کښې وویل نن سبا غزه د حقیقي هولوکاسټ(Holocaust ) کتونکي ده او د دغه ټاټوبي د مظلومو خلکو د عام وژلې اصلي عامله جنایتکاره امریکا ده.

د ایران پوځ په دغه بیانیې کښې ډاګینه کړه د اسلامي ایران د بصیرت لرونکو او د انقلابي ځوانانو په لاس د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو د کلیزې  یعني د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د یوم الله رارسیدل د ایران د اسلامي انقلاب په ځلانده تاریخ کښې د بدلون پیچومی دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام په تثبیتولو او د استکبار د لاسونو په لنډولو کښې یې مهم رول لرلی دی.

د ایران د پوځ بیانیه زیاتوي د ایران له ملت سره د امریکا دښمنۍ او خباثت اوږده مخینه لري او امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد زیات جنایتونه کړي دي لکه نیغ په نیغه پوځي حمله ، د ایران پرضد د عراق د بعث رژیم لمسول او ورڅخه ملاتړ کول ، او د ایران د سیاسي مخالفانو حمایت کول ، د ترهګرو ډلو منظمول  او ظالمانه بایکاټونه او نرم جنګ وغیره وغیره د واشنګټن په اقداماتو کښې شامل دي او ایران ملت به هیڅکله د امریکا دغه اقدامات هیر نکړي.

د ایران پوځ وویل په اوسني پړاو کښې یوځل بیا د نړیوال استکبار له انساني ضد څیرې  څخه پرده پورته شوي ده او جنایتکاره امریکا د صهیونیسټ د ماشومانو د  وژونکي او غاصب رژیم په ملاتړ کولو سره د نړۍ خلکو ته خپل پلید هویت ورښودلی دی.

د ایران پوځ زیاته کړه نن سبا غزه د حقیقي هولوکاسټ کتونکي ده او د دغه ټاټوبي د مظلومو خلکو د عام وژلې اصلي عامله جناتیکاره امریکا ده او د صهیونیسټ رژيم پراخه سیاسي ملاتړونه او وسله والې مرستې کوي.