د ایران او د افغانستان ګډه اقتصادي غونډه وشوه
Nov 05, 2023 03:46 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د افغانستان د ګډ اقتصادي او د تجارتي کمیسیون د غونډې لومړۍ ورځ پرون مازیګر په تهران کښې د دواړو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو په ګډون سره پاې ته ورسیدله.
په دغه غونډې کښې د ایران د جهاد او د کرهڼې په وزیر سربیره د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم ګډون درلود.
د تجارت ، د ټرانزیټ ، د ټرانسپورټ ،ګمرک او د ژواک چاپیریال په حوزو کښې د ګډو کاري ډلو جوړول او دغه راز د ایران او د افغانستان ترمینځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په لاره کښې په موجودو چیلنجونو ، خنډونو او مشکلاتو باندې غور کول د دغه غونډې د اجنډا پروګرامونه بلل شوي دي.
ټیګونه