ایران د نیپال زلزله ځپلیو ته مرستې استوي
Nov 05, 2023 04:27 Asia/Kabul
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرې میاشتې( هلال احمر) مشر د نیپال هیواد له زلزله ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره د دغه ټولنې د چمتووالي خبر ورکړ.
د ایران د سرې میاشتې مشر «پیر حسین کولیوند» د نیپال هیواد د سره صلیب مشر «سوډارشان پراساد» ته په یوه پیغام کښې وویل د ایران هلال احمر ټولنه د نیپال له زلزلې ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره د درملنې او د مرستندویه ټیمونو د استولو لپاره چمتووالی لري.
تیره شپه د نیپال هیواد په لویدیځ کښې شپږ اعشاریه څلور ریشټره سخته زلزله راغلي وه چې تراوسه پکښې یوسل اوه پنځوس کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.