له افغانستان سره هرراز همکارۍ ته چمتو یو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی وښود.
دا کتنه د یکشنبې په ورځ د «تهران د خبرو اترو فورم» په څنډه کې ترسره شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ښاغلیو پزشکیان او متقي په ناسته کې د دواړو هېوادونو اړیکې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت، اقتصادي همکاری او سیمهایز بدلونونه د بحث اصلي موضوعات وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل په ایکس کې لیکلي چې ښاغلي پزشکیان افغانستان او ایران «ښه ګاونډیان» بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
د ایران ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد به یې په ایران کې مېشتو کډوالو ته د اسانتیاوو ورکول جاري وساتي او له افغانستان سره به نژدې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
په مقابل کې، امیرخان متقي له ایران سره د سیاسي اړیکو د پراخولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او د نشه يي توکو پر ضد د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.
نوموړي له ایراني چارواکو هم غوښتي چې د کډوالو د ستنولو بهیر دې تدریجي او له پلان سره سم ترسره شي، څو د هغوی اقتصادي فعالیتونو او همداراز پانګوالو ته زیان وانه وړي.