د قم علمیه حوزه، سل کاله هڅه او مجاهدت
(last modified Mon, 19 May 2025 04:59:59 GMT )
May 19, 2025 09:29 Asia/Kabul
  • د قم علمیه حوزه، سل کاله هڅه او مجاهدت

د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د قم د علمیه حوزې د سل کلن فعالیت، هلوځلو او مجاهدت په اړه له یوې ځانګړ لیکنې سره ستاسو په خدمت کښې یو. هیله ده چې تر پاې یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ

په داسې یوه دوره کې چې خپلو ریښو او جرړو ته کتنه او بیانول، د تلپاتېتوب راز دی، د قم د علمیه مدرسې له بیا تاسیس راهیسې د یوې پیړۍ تیریدل نه یوازې د علمي لارې د پیل یادونه ده، بلکې د مذهبي هویت، اسلامي عقلانیت او د تمدن د جوړولو مسؤلیت ته د ژمنتیا تازه کول دي.

کابو سل کاله مخکښې آیت الله عبدالکریم حائري یزدي، په قم کښې یوه ډیوه بله کړه چې نن یې رڼا له سرحدونو بهر هم ځلیږي. سږکال د قم د علمیه حوزې د جوړیدو د سلم کال نړیوال کانفرنس، یو داسې فرصت رامینځته کړ ترڅو هغه رول ته دوباره یوه کتنه وشي کوم چې دغه ارګان د تشیع نړۍ د فکري هویت او د اسلامي انقلاب د حرکت په بڼه نیونه کښې لوبولی دی.

په ۱۴۴۶ هجري قمري یعنې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کښې په قم کښې د شیعه مسلمانانو دغه علمي او دیني مدرسه، هغې د جوړیدو د سلمې کلیزې نړیواله غونډه ترسره کوي. دا هغه مهمه پیښه ده چې نه یوازې د قم د علمیه حوزې د یوې پیړۍ د علمي، روزنیز او کلتوري فعالیت درنښت دی بلکې په اسلامي تمدن جوړونې او له اوسمهاله نړۍ سره یې په تعامل کښې د رول د بیانولو لپاره یو فرصت ګڼل کیږي.

د قم علمیه حوزه په ۱۳۴۰ هجري شمسي کال کښې د آیت الله شیخ عبدالکریم حائري یزدي له خوا په دوباره تاسیس کیدو سره، په ایران کښې د دیني مرجعیت د رول لوبولو او د دیني علم په منظمولو کښې یو نوی ګام پورته کړ. دا خوځښت د قاجار او پهلوي پړاو د معرفتي، سیاسي او اجتماعي کړکیچونو په ځواب کښې او د اسلامي فقهې او اخلاقو د راژوندي کیدو په موخه پیل شو. د دغو سلو کلونو په اوږدو کښې د قم علمیه حوزه د تشیع نړۍ د مرجعیت او د شیعه تکفر په یو اصلي قطب بدله شوې ده.

*/*/*/

د قم په علمیه حوزه کښې د یوې پیړۍ د هلوځلو او مبارزې درنښت او د هغې د ستر بنسټګر آیت‌الله شیخ "عبدالکریم حائري یزدي ستاینه، د دغه دوه ورځني کانفرنس له اهدافو وو چې د روانې غويي میاشتې په ۱۷ نیټه په قم کښې د امام کاظم علیه السلام علمیه مدرسې په کانفرنس هال کښې د عالمان، د تقلید د مراجعو او د نورو کورنیو او بهرنیو علمي او دیني شخصیتونو په شتون سره پيل شو.

په دې لړ کښې د آیت الله حائري یزدي ۲۰ قلمي او درسي آثار خپاره شول چې ځیني په کښې له کلونو راهیسې کمیابه او نایاب وو. په دې غونډه کښې د تفسیر، حدیث، فقهې، اصولو، فلسفې، عرفان او عربي ادبیاتو په شمول مختلفو برخو کښې د حوزوي پوهو د بدلون د بهیر په هکله یو جامع رپورټ وړندې شو چې نتیجه یې ۲۵۰ معتبرې علمي مقالې وې.

د قم د علمه حوزې د جوړیدو د سلم کال غونډه، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او همداشان د آیت الله مکارم شیرازي او نوري همداشان په شان د تقلید د مراجعو د پيغام په لوستل کیدو او د آیت الله جوادي آملي او جعفر سبحاني په وینا سره په رسمي توګه پیل شوه. پر دې سربیره، د دستورو په دوران کښې د علمیه حوزو مختلف علمي او فرهنګي چورلیزونه او په اسلامي نړۍ کښې یې رول، په څو تخصصي کمیشنونو کښې وڅیړل شو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په یو مهم پیغام کښې د وروستۍ یوې پيړۍ په بدلونونو کښې د قم د مدرسې په بنیادي رول باندې په ټینګار سره، د «هویت» او «بدلون» دوو ټکو له زور ورکړ. دوي د حوزې د علماو د علمي او دیني هلوځلو په ستایلو سره، په ښوونیزو طریقو او محتوا کښې د دوامدارې بیاکتنې غوښتنه وکړه خو په دې شرط چې د حوزې دودیز هویت زیانمن نه شي. معظم رهبر حوزه «د اسلامي انقلاب فکري سنګر» وبلله او د نوې زمانې د اړتیاو د پوره کولو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

د ایران د علمیه حوزو مدیر آیت‌الله علیرضا اعرافي، د علمیه حوزو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دغه وروستی پيغام یو ژوند بخښونکی او خوځښت رامینځته کونکی منشور وباله او ویې ویل: «دغه پیغام د حوزو په تاریخ کښې یو داسې نوی باب پرانسته چې عملي کول یې ډله ایز هوډ او په حوزوي ارګانونو کښې کره پلاننګ ته ضرورت لري.

آیت‌الله اعرافي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې حوزه باید د فکر او ټولنې په جوړولو کښې د دین د اغیزناک شتون لپاره پیاوړی نظری بنسټ ولري، زیاته کړه: علمیه مدرسې یوازې داسې ارګانونه نه دي چې  د دیني عقلانیت او اسلامي نظریو بنیادونه جوړوي».

هغه د پوهې پنځولو، دیني لارښوونې، په لومړۍ کرښه کښې د جهاد، نظام جوړونې او تمدن ته د پاملرنې په شمول د حوزې د پنځو مهمو دندو په معرفۍ کولو سره څرګنده کړه: د رهبرۍ منشور، د اسلامي ټولنې د اداره کولو لپاره د بنیادي فکري تولید څارونکی دی.

آیت الله مکارم شیرازي هم په خپل پيغام کښې تبلیغ ته په لومړیتوب ورکولو او په حوزه کښې له تمتیا څخه په ډډه کولو ټینګار درلود. د دوي د پيغام په یوه برخه کښې راغلي دي: «دا علمیه حوزه وه چې د ایران رنځیدلې ټولنه یې د کورنیو او بهرنیو دسیسو او بدنیتیو او د بې کفایته واکمنانو د کمزورۍ او لټیو او همداشان یې د فرصت غواړو د پلانونو او ګمراهیو به وړاندې وساتله او آخر د ایران د خلکو اسلامي انقلاب چې له علمیه حوزې او د تشیع له مکتب څخه راپورته شوی و، د ارواښاد امام خمیني(رح) په افکارو او لارښوونې سره کامیاب شو او د ایران او نړۍ په تاریخ کښې یې د بدلانه پيچومی رامینځته کړ. ډیرو وسوسو او دسیسو او بدماشیو او لوټماریو چې د تاریخ په اوږدو کښې د رباني عالمانو او روحانیو په سرشیندنې او اندیښمنیو او د مخلصو او فداکارو خلکو په ملګرتیا سره یې ماتې وخوړله او دا پاکه شجره، په ډیرو مبارزو او هلوځلو سره په یوې پياوړې ونې بدله شوه

((چې «اصلها ثابت و فرعها فی السماء».))

آیت الله نوري همداني بیا د قم مدرسه هغه شجره طیبه(پاکه ونه) وبلله چې میوې او ګټې یې په اسلامي انقلاب کښې د ایران د ولس په عزت او د نړۍ له مظلومانو په تیره بیا د فلسطین د ولس په دفاع کښې څرګندې شوې دي.

دوي، د اصالتونو ساتل، د زمانې تقاضو ته پاملرنه، د قرآن او سنت ترڅنګ له عقل نه کار اخیستل او په معنویت باندې تکیه او د امامت د لړۍ له اخري کړۍ (امام زمان ع)سره اړیکه، د حوزې د پرمختګ لپاره ضروري وبلله او د روحانیت د ټولنیزو خدماتو او له خلکو سره یې د ملګرتیا په جاري ساتلو ټینګار وکړ.

په دغه کانفرنس کښې د آیت الله جوادي آملي په څرګندونو کښې، د هدایت د دوو نه تفسیریدونکو سرچینو په توګه د قرآن کریم او اهل بیت علیهم السلام په بې سارې مقام باندې ټینګار وکړ چې هیڅ سیال نه لري او د علمیه حوزو فکري او معرفتي بنسټ جوړوي.

دوي د باطني الهي حجت په توګه په عقل باندې په ټینګار سره، عقل پالنه،د آیت الله حائري په شان مشرانو له خوا د قم د علمیه حوزې په احیا او د علم په تولید کښې یو اصلي رکن وباله.

هغه د علم په زده کړه کښې د ډنډ کیدو پر ځاې د چینې جوړیدو ضرورت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې حوزه باید خوځندتوب، نوښت او د زمانې د اړتیاو مطابق د معارفو پرله پسې تولید وکړي.

آیت الله جوادي آملي یادونه وکړه چې په حوزه کښې باید هره ورځ د ماډرن او نننی دنیا لپاره نوې خبرې ولرو.

*/*/*

د داشان عالمانو او پوهانو د مجاهدتونو او مبارزې په برکت د قم علمیه حوزه، نن سبا په اسلامي نړۍ کښې د شیعه دیني علومو د طلابو د روزنې په ترټولو ستر او پُررونقه مرکز باندې بدله شوې ده. نن سبا علمیه حوزې به تیره بیا د قم مدرسه، په ایرن کښې د اسلامي کلتور او دیندارۍ ژوندی زړه دی، دغو مدرسو په ټولنیزو مسائلو باندې د پوهه عالمانو په روزنې سره، د انقلاب فکري لاره هواره کړې ده. 

په هم دې لړ کښې د قم ښار د اسلامي نړۍ د «ام‌القرا» او د اسلامي انقلاب د سرچینې په توګه پیژندل شوې دی. په دې حوزه کښې علمي تولید هم ډیر د پام وړ دی. تراوسه د حوزې د کال د کتاب ۲۶ کانفرنسونه ترسره شوي او څه باندې ۲۳ زره علمي آثار یې دارالانشاء ته استول شوي دي. د علم دغه ویاړمن تولید، د حوزې علمي تنظیمونه، تحقیقاتي مرکزونه او موسسې او داسې نور چې د تحقیق په برخه کښې فعال دي، د حوزې د علمي خوځنده توب او تحرک نښه ده. د قم علمیه حوزه همداشان د اسلامي نظام د علمي او څیړنیزو اړتیاو پوره کونکې ده.

جوماتونه او امامباړې هم د حوزې د تبلیغي اډو په توګه، د خلکو د راغونډیدو او د انقلابي آرمانونو د ترویج ځایونه شول. حوزه د عدالت او خپلواکۍ په شان مفاهیمو په بیانولو سره وتوانیده چې مختلفې پرګنۍ، په دین راغونډې کړي او د ټولنیزو بدلونونو په چلوونکي انجڼ بدله شي.

له بلې خوا حوزې، د علمي خبرواترو او ګډو فعالیتونو له لارې له پوهنتون سره په غوټه خوړلو سره، د مومنو او انقلابي استادانو او محصلینو یو نسل وروزه. په پوهنتونونو کښې د عالمانو د نظرورکونې او شتون د کرسیو په شان ګډ پروګرامونه پياوړي کړل. نتیجه یې د داسې پوهانو روزنه وه چې هم په دیني علومو او هم د ټولنې په ماډرن اړتیاو خبر وو.

د قم علمیه حوزه هم د هغه رول له مخې چې په اسلامي انقلاب کښې یې درلود او هم د هغو اقداماتو او کارونو په وجه چې له انقلاب وروسته ترې په مختلفو برخو کښې تمه کیدله، پراختیا وموندله، په خاصه توګه پّ دې وجه چې په اساسي قانون کښې تعفریف شوي ځیني مسئولیتونه او د ټولنې سیاسي او کلتوري شغلونه، یوازې د حوزې عالمان ترسره کوې شي.

پر دې سربیره، په دې کلونو کښې د قم د علمیه حوزې مقام دومره قوت او اهمیت موندلی چې نه یوازې په ایران کښې دننه بلکې له نورو ډیرو هیوادونو څخه خلک د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره قم ته ځي، داشان چې تر۱۴۰۰ کاله پورې د نړۍ له ۱۲۲ هیوادونو څخه څه باندې ۵۰ زره طلاب، د المصطفی په سترې کورنۍ کښې شامل شوي دي چې څه باندې ۲۵ زرو یې زده کړې بشپړې کړي او خپلو ښارونو او هیوادونو ته ستانه شوي دي ترڅو اغیزناک روزونکي، مبلغان او کلتوري مدیران وګرځي.

د قم علمیه حوزې اوس هم د اسلامي نړۍ علمي او معنوي مرجعیت ساتلی دی. دغې مدرسې له مختلفو هیوادونو د زرهاؤ طلبه و په روزنې سره د دیني عالمانو یوه نړیواله شبکه جوړه کړې ده. په ایران کښې د قم حوزه په سترو سیاستونو او د دیني فکر په تولید کښې مهم رول لوبوي. په عین حال کښې، د دغه مقام د ساتلو لپاره باید د ټیکنالوجۍ او نړیوال کونې په شان نویو راڅرګندیدونکو ننګونو ته خلاقانه ځوابونه ورکړي.

له دې امله چې نوی اسلامي تمدن د فکر تولید، د انساني ځواک روزنې او د نړیوالو اړیکو پراختیا ته ضرورت لري، حوزو ته پکار دي چې د علمي او فرهنګي ډیپلماسۍ په پیاوړې کولو سره، نړۍ ته د اسلامي تمدن مثال وړاندې کړي. د نړیوالو تحقیقاتي مرکزونو جوړول او د عدالت او معنویت د مفاهیمو دودول به په دې لاره کښې اغیزناک ګامونه وي.

په قم کښې دوه ورځنی کانفرنس مشهد ښار ته د بهرنیو میلمنو په سفر او د اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام د پاکې روضې په زیارت سره په داسې حال کښې پاې ته ورسید چې له کانفرنس وروسته، فعالیتونه بیا پيل شوي او د علمیه حوزو په وجود کښې یې یو نوی روح پوکلی او ځان ورته د لارې په سر کښې ښکاره شوی دی.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی