رئیسي سعودي عربستان ته ورسید
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ په موضوع کې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ریاض ته ولاړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ په موضوع کې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ریاض ته ولاړ.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي؛ د غزې په مظلومو خلکو د صهیونیسټي رژیم د وحشتونو د مخنیوي په موخه د خپلو هلو ځلو په دوام د سعودي عربستان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار سعودي عربستان ته ولاړ.
نوموړي ته په سعودي عربستان کې د سعودي مقاماتو سربېره د ایران د سفیر او نورو چارواکو له لورې هر کلی وویل شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر به د دغې سرمشریزې په څنډه کې د یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره هم لیده کاته او خبرې وکړي.
په دغه سفر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره د ولسمشر د دفتر مشر غلام حسین اسماعیلي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ملګرتیا کوي.
سعودي عربستان ته د ایران د لوړپوړو چارواکو سفر له ۱۱ کلونو او څو میاشتو ځنډ وروسته ترسره کیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، سعودی عربستان ته له تلو او د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې له ګډون مخکې، د دغه سازمان بنسټ د فلسطین له مظلومو خلکو څخه ملاتړ وباله او ویې ویل: دا د فلسطین د مسئلې په اړه د ایران بېړنۍ غونډه ده، د دې بېړنۍ ناستې غوښتنه يوه مياشت وړاندې شوې وه، خو دا غونډه هر ځل د ځينو دلايلو له امله نه ده ترسره شوې.