سویتزرلند ته د ایران د خارجه وزیر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141556-سویتزرلند_ته_د_ایران_د_خارجه_وزیر_سفر
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر جنیوا ته ور روان دی څو د فلسطین د مسالې په برابر او په صهیونیست رژیم باندې د نړیوالو فشارونو لپاره مختلفو لورو سره خبرې وکړي.
(last modified 2023-11-14T07:59:30+00:00 )
Nov 14, 2023 12:28 Asia/Kabul
  • سویتزرلند ته د ایران د خارجه وزیر سفر

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر جنیوا ته ور روان دی څو د فلسطین د مسالې په برابر او په صهیونیست رژیم باندې د نړیوالو فشارونو لپاره مختلفو لورو سره خبرې وکړي.

د ایران د خارجه وزیر ویاند ناصر کنعانی رسنیو ته وویل: د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان به په دغه سفر کې شد ملګرو ملتونو، سره صلیب او یو شمېر نورو نړیوالو اداراتو او د هیوادونو له استازو سره د غزې  په هکله خبرې وکړي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللیهان په تېره اوونیو کې د فلسطین په ملاتړ او د صهیونیست رژیم سره د مقابلې لپاره د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د قناعت ورکولو په موخه مختلفو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

حماس:

په روغتونونو کې د وسله والو کسانو حضور دروغ دی

د حماس د سیاسي دفتر غړی خلیل الحیه اعلان وکړ چي په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو د حضور په هکله د صهیونیست رژیم ادعاوې دروغ دي.

له تېرو ورځو راهیسې د صهیونیست رژیم ځمکني ځواکونو په غزې کې د الرنتیسی روغتون په شمول یو شمېر روغتونونه چي په کښې په زرهاو ټپیان بستریان شوي او بې پناه ښځې او ماشومان په کښې پناه اخیستې دي، تر محاصرې لاندې راوستې دي.

د صهیونیستي رژیم ترهګرو فوځیانو له یوې خوا د هوایي بریدونو په ترڅ کې روغتونونو ته د تخلیې امر کوي او له بلې خوا بیا هر یو کس چي له روغتونونو څخه د وتلو هڅه کوي د صهیونیستانو له خوا په ډزو ویشتل کیږي.

صهیونیستي او غربي رسنیو د اسرائیل د ترهګرو فوځیانو د دغه جنایتونو د توجیه کولو لپاره ادعا کړې ده چي په غزې کې په الرنتیسی روغتون کې وسله وال کسان حضور لري.

د حماس د سیاسي دفتر غړی له الجزیرې سره په مرکه کې زیاته کړه: صهیونیست رژیم د خپلو ادعاګانو لپاره هیڅ ثبوت نلري، په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو حضور بالکل بې بنیاده خبره ده.

الحیه وایي چي صهیونیست رژیم د هر ډول بشردوستانه اوربند او غزې کې ټپیانو او عامو وګړو ته د هر ډول مرستو د مخنیوی لپاره پلمې لټوي او د اوربند له وړاندیزونو سره مخالفت کوي څو په غزې کې د فلسطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکړي.

 

 

 

 

فلسطیني ډلې:

ملګرې ملتونه او سره صلیب دې روغتونونه ولټوي

په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو د حضور په هکله د صهیونیستي رژیم د پروپاګن په ځواب کې فلسطیني ډلې له روغتونونو څخه د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د ټیمونو د کتنې غوښتونکي شول.

د فلسطین مقاومتي ډلو په یوه اعلامیه کې ویلي دي:  په غزې کې په الرنتیسی روغتون کې د وسله والو ځواکونو په هکله د صهیونیستانو ادعاوې دروغ دي، مونږ د ملګرو ملتونو او د سره صلیب له کمیټې څخه غواړو چي د روغتونونو د ساتنې او د ناسمو ادعاګانو د مخنیوی لپاره خپل ټیمونه د غزې روغتونونو ته واستوي.

د صهیونیستانو له لورې په غزې کې د زرګونو ښځو او ماشومانو د عام وژنې له امله په نړۍ کې عامه افکارو د صهیونیست رژیم په خلاف پاڅېدلی دی.

تېرو ورځو کې صهیونیستي رسنیو په روغتونونو باندې د اسرائیل د ترهګرو فوځیانو د بریدونو د دوام د توجیه کولو لپاره ادعا کړې ده چي په غزې کې په الرنتیسي روغتون کې وسله وال کسان پټ شوي دي، حال دا چي په الرنتیسي او الشفا کې په زرګونو ټپیان بستریان شوي او بې پناه ښځو او ماشومانو په کښې پناه اخیستي دي.

 

 

 

 

 

 

واشنګټن پست:

حماس او صهیونیست رژیم د موقت اوربند په هکله هوکړې ته نژدې شوي

امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پست ادعا کړې ده چي د حماس غورځنګ او د صهیونیست رژیم په غزې کې د ۵ ورځو اوربند لپاره هوکړې ته نژدې شوي دي.

د یادې امریکایي ورځپاڼې په وېنا، د دواړو لورو تر مینځ په دې هکله بحث روان دی.

یو صهیونیست چارواکې په دې هکله ویلي دی چي په لومړی کې د ازموینې لپاره یوه هوکړه کیږي چي له مخي به یې حماس یو شمېر صهیونیستې ښځینه اسیرانې خوشي کړي، او په مقابل کې به هم صهیونیست رژیم ښځینه فلسطیني بندیانې او ماشومان له محبسونو ایله کړي.

ها خوا بیا د حماس د غورځنګ د قسام د کنډوکونو ویاند ابوعبیده ویلی دی چي د صهیونیست رژیم د اسیرانو د خوشي کېدو په وړاندې د ۲۰۰ فلسطیني ماشومانو او ۷۵ ښځو د خوشي کېدو او د ۵ ورځو د اوربند په هکله خبرې روانې دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په مدیترانې کې د امریکا جنګي کښتۍ ۴۰۰ کیلومټره شاتګ کړی

د لبنان د حزب الله د سرمنشي له ګواښونو وروسته، امریکا خپلې هغې کښتۍ چي له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ لپاره مدیترانې ته استولې وه، ۴۰۰ کیلومټره له سیمې لیري کړي دي.

د رای الیوم د رسنۍ مشر او وتلی شناند عبدالباري عطوان ویلي چي د حزب الله او د مقاومت له محور سره د کښتیو ضد یاخونت توغندی دي چي تر ۴۰۰ کیلومټره پورې په سمندر کې جنګي کښتۍ له مینځه وړلایشي.

د هغه په وېنا امریکایانو د مقاومت د محور د کښتۍ ضد توغندیو له ویرې په مدیترانې سمندر کې خپلې کښتۍ ۴۰۰ کیلومټره په شا تمبولي دي، څو د مقاومت د محور له لورې ښکار نه شي.

عطوان د دې په بیانولو چي په غزې باندې د صهیونیست رژیم له خوا روان جنګ د امریکا په وسلو او فوځي ملاتړ تر سره کیږي، وویل:  د مدیترانې په سمندر کې څو ورځې وړاندې هم د امریکایي سپېشل فورسانو یوه چورلکه وویشتل شوه، چي امریکایانو یې د ویشتل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هغه په وېنا که امریکا د جنګ د پراخولو په لټه کې ووسي د عراق او سوریې په شمول په ټوله سیمه کې به د امریکایانو اډې او میشت ځواکونه د مقاومت د محور له لورې له مینځه وایستل شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

د طوفان الاقصی د عملیات ۳۹ ورځ:

په غزې کې د صهیونیستي فوځیانو د جنایاتو دوام/ د امریکایانو او صهیونیستانو د مرګژوبلو زیاتېدا

د طوفان الاقصی د عملیات په ۳۹ ورځ کې له لبنان سره په نیواکي فلسطین کې په صهیونیستانو سختې توغندوي بریدونه شوي، په غزې کې په روغتونونو باندې د صهیونیست د رژیم بریدونه دوام موندلي دي او د مقاومت محور هم په سوریې کې د امریکایانو په اډې باندې بریدونه کړي دي.

نن سهار وختي د لبنان له سرحد سره نژدې، حزب الله په نیواکي فلسطین کې د صهیونیستانو په یو شمېر ښارګوټو توغندوي بریدونه وکړ. همدارنګه د غزې سره نژدې د صهیونیست رژیم په کتسوفیم ښارګوټي هم توغندوي بریدونه شوي دي.

د غزې په شمال کې بیا د اسرائیل رژیم ترهګرو ځواکونو  د فلسطیني مقاومت د مبارزینو په کمین کې لوېدلي دي چي د صهیونیستي سرچینو د راپور له مخې په کښې دوه صهیونیستان هلاک شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.

په غزې کې په روغتونونو باندې د صهیونیست رژیم بریدونه دوام موندلي دي او الشفا روغتون لاهم د صهیونیستي ترهګرو ځواکونو په محاصره کې دی، په دغه روغتون کې ۱۴۰۰ نه زیات ښځې او ماشومان پناه اخیستي دي او په سلګونو تنه تپیان تر درملنې لاندي دي، خو له درې ورځې مخکې نه لا په دغه روغتون خوراکې توکې ختمې شوي دي او خلګ په کښې بند پاته دي.

صهیونیستي ځواکونو په هر یو کس باندې چي له روغتونه ووځي ډزې کوي.

همدارنګه د شهدا الاقصی د روغتون مشر اعلان وکړ چي په دغه روغتون کې نور د ټپیانو لپاره ځای نه شته، او د اسرائیل د رژیم د دومداره بریدونو په پایله کې ټپیان په ځمکو باندې پراته دي او د درملنې لپاره یې هڅې روانې دي.

صهیونیستي ځواکونو همدارنګه په دوو کورونو بمبار کړی او د فلسطیني مقاومت د یوه شهید کور یې هم په بمونو الوځلی دی.

په غزې کې د فلسطنیانو د وژلو په ترڅ کې صهیونیستي ځواکونو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې یې هم بریدونه زیات کړي دي چي د امله یې یو شمېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د اردن حکومت د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د فوځي عملیات په غبرګون کې دغه رژیم ته خبرداری ورکړی دی چي د فلسطینیانو د کډوال کولو لپاره هر ډول اقدام له اردن سره د جنګ د اعلان په معنا ده، او اردن به ورته سخت ځواب ورکړي.

د بلې خوا بیا په تېرو ورځو کې په غزې کې یو شمېر ځایي سرچینو له الجزیرې سره په مرکه کې د صهیونیستي ځواکونو تر څنګ د امریکایي پیاده ځواکونو د حضور خبر ورکړي دي.

د ځایي سرچینو په وېنا، د صهیونیستي ځواکونو تر څنګ امریکایي پیاده ځواکونو هم په  غزې کې په جنګ کې حضور لري. خو د امریکا خارجه وزارت په غزې کې د امریکا د پیاده ځواکونو شتون رد کړی دی.

په غزې کې د صهیونیستانو د بریدونو او جنایاتو په دوام سره، د فلسطیني شهیدانو شمېر ۱۱ زره او ۲۴۰ کسانو ته رسېدلي دي چي ۴ زره ۶۳۰ تنه ماشومان او ۳ زره ۱۳۰ تنې ښځې دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په جنوبي کوریا کې د ایران سفارت:

صهیونیست رژیم په ترهګرو اقداماتو سره وېره او وحشت رامینځ ته کوي

په جنوبي کوریا کې د ایران سفارت د صهیونیست رژیم د سفیر د ادعاو په غبرګون کې وویل: اسرائیل رژیم په نړۍ کې د ترهګرو اقداماتو په تر سره کولو سره، وېره او وحشت رامینځ ته کوي.

تېره ورځ په جنوبي کوریا کې د اسرائیل د رژیم د سفارت مرستیال د دې هیواد له (سه ګه ایلبو) ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وه چي په غزې کې ځکه اسرائیل رژیم د فلسطیني پناه غواړو په کیمپونو بمباری کړی ځکه چي دا کېمپونه د فوځي موخو لپاره کارول کېدل، هغه ادعا وکړه چي هغه ملکې سیمې چي د فوځي موخو لپاره کارول کیږي هدف ګرځول یې قانونی دی.

په جنوبي کوریا کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت  د صهیونیست رژیم د سفیر د مرستیال په ځواب کې یادې ورځپاڼې ته لیکلی دی: د طوفان الاقصی عملیات، د صهیونیست رژیم دوامداره ځپنو ته د فلسطینیانو یوه مشروع ځواب وو.

د ایران سفارت د دې په بیانولو چي نړیوال حقوقو په څرګنده د نیواکګرو په وړاندې د مقاومت او وسله ایز دفاع حق په رسمیت پېژندلی دی، زیاتوي:  طوفان الاقصی عملیات د صهیونیستانو  ظلم او زیاتی ته یو طبیعي غبرګون وو، خو په غزې کې د صهیونیستي فوځیانو له لورې  د فلسطیني پناه غواړو د کېمپونو بمبار نسل وژنه ده او د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی او جنګي جنایت بلل کیږي.

 

 

 

 

 

 

د کډوالو د شتمنیو د انتقال په اړه د پاکستاني او افغان چارواکو خبرې اترې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګریو سرپرست وزیر پاکستان ته په سفر سره، د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره، د ایستل شویو افغان کډوالو دشتمنیو د انتقال په هکله خبرې وکړې .

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د ایکس یا ټوییټر په رسمي اکاونټ کې اعلان وکړ چي نورالدین عزیزی د پآکستان له خارجه وزیر عباس جیلانی سره، د ایستل شویو افغان کډوالو د شتمنیو د انتقال او په کراچي بندر کې د افغان سوداګرو د حصار شویو کنټینرانو په هکله خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د حکومت یو پلاوی د صنعت او سوداګریو د سرپرست وزیر نورالدین عزیزی په مشری اسلام اباد ته تللي دي څو د پآکستان، افغانستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

له دې مخکې د افغانستان د سوداګریو د خونې مشر «خان‌جان الکوزی» رسنیو ته ویلي وه چي څلورو زرو نه زیات د افغان سوداګرو کانټینران د کراچي په بندر کې د پآکستان د حکومت له لورې ګرځول شوي دي.

هغه همدارنګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته په اشارې سره ویلي وه چي افغانانو په پاکستان کې ۵۰۰ کارخانې جوړې کړي دي، د دغو کارخانو برخلیک هم نامعلوم دی.

پاکستان ته د افغانستان د طالبانو د حکومت پلاوی په داسي حال کې سفر کوي چي د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې خورا لانجمنې شوې دي.

 

 

 

 

 

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو درې نوې سرحدې دروازې جوړې کړې

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو لپاره پرون په بلوچستان ایالت کې پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې.

له دې مخکې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان یوازې د سپین بولدک چمن او تورخم دروازو له لارو افغانستان ته ستنېدل، خو د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون وویل چې له دریو نویو دروازو سره د دې لارو شمېر پنځو ته رسېدلی دی چي ورسره به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم ګړندي شي.

دا په داسي حال کې دي چي نړیوالو مرستندویانو او د بشری حقونو ډلو په یو وخت کې او په ډله ایزه توګه د زرګونو افغان کډوالو له ایستلو څخه اندېښنه څرګندي کړي دي او رسنیو د افغانانو د راستنېدو پرمهال د ګډوډیو او بې نظمۍ راپورونه ورکړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ډېری افغان کډوال اوس د پاکستاني پولیسو له چاپو او د خپلو کورونو د ورانېدو له یوه حالت سره مخامخ دي او هغو کسانو ته چې پولیس یې نیسی د مدافع وکیل د نیولو حق هم نه ورکول کېږي.