په شفا روغتون د صهیونسټانو حمله، عین جنګي جنایت دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند د غزې په شفا روغتون باندې د صهیونیسټي پوځیانو بوږنونکې حمله د جنګي جنایت عیني مصداق وباله چې باید په نړیواله کچه محاکمه شي.
د صهیونیسټي رژیم پوځي ټانکونو او ګاډو پرون په یو څرګند تیري کښې د غزې په الشفاء طبي کمپلکس یرغل وړکړ او د دغو روغتون په انګړ کښې یې پراخې ډزې وکړې.
لسګونه صهیونیسټي پوځیان په جنګي تجهیزاتو او وسلو سره د روغتون ایمرجنسي برخې ته ننوتل او د ناروغانو او زخمیانو د کوټو ورونه یې مات کړل.
نیواکګرو پوځیانو هم داشان د الشفاء روغتون په لویدیځې برخې حمله وکړه او هلته موجود د روغتون ورونه او دیوالونه یې وچاودول.
په دې لړ کښې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په سوشل میډیا کښې ولیکل: د صهیونیسټي رژیم پوځ د اکتوبر د اوومې نیټې د ماتې په نتیجه کښې داسې سخت ګوذار خوړلی چې اوس هڅه کوي په دروغجنو کیسو سره خپلې بریاوې سترې کړي.
هغه زیاته کړه: په روغتونونو او درملیزو مرکزونو کښې د مقاومت د اډو د فعالیت په هکله دروغجنې ادعاګانې او صحنې، په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د دوام او د بې پناه ماشومانو د وژلو لپاره یوازې یوه پلمه ده.