د ایران ولسمشر: هیڅ هیواد پر ایران د برید جرات نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141666-د_ایران_ولسمشر_هیڅ_هیواد_پر_ایران_د_برید_جرات_نه_لري
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: ایران په پوځی صنعت کې په ځان بسیا کیدو ته رسیدلی دی او هیڅ هیواد په دغه خاوره د تیری کولو جرات نه شی کولی.
(last modified 2023-11-16T08:28:45+00:00 )
Nov 16, 2023 12:46 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر: هیڅ هیواد پر ایران د برید جرات نه لري

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: ایران په پوځی صنعت کې په ځان بسیا کیدو ته رسیدلی دی او هیڅ هیواد په دغه خاوره د تیری کولو جرات نه شی کولی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: ایران په پوځی صنعت کې په ځان بسیا کیدو ته رسیدلی دی او هیڅ هیواد په دغه خاوره د تیری کولو جرات نه شی کولی.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ د ایران په جنوب لویدیځ کې د چهارمحل او بختیاري ولایت د مرکز شاهر کرد خلکو ته په خطاب کې اعلان چې د اسلامی ایران قدرت د خلکو د یوالي او ملاتړ له امله دی او زیاته یې کړه: د خلکو ملاتړ چارواکي او مسؤلین ځواکمن کړي دي چې له کوم خنډ پرته د اسلامي جمهوریت واضح دریځ څرګند کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې ایران د تسلطي نظام په مقابل کې ټینګ ولاړ دی، څرګنده کړه: لکه څنګه چې د نظامي صنایعو او وسله والو ځواکونو شتون د هیواد لپاره ځواک رامینځته کوي، اقتصادي ځواک، ساینس او ​​​​ټیکنالوژي، پوهه، د شهیدانو وینه او د خلکو ملګرتیا هم زموږ د هیواد ځواک او واک پیاوړی کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همدا رنګه د صهیونیسټي رژیم او په نیواکګرو سیمو کې د فلسطین په بې ګناه خلکو باندې د نیواکګر نظام او د صهیونیسټي رژیم له خوا د ظلمونو له امله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: په دې ورځو کې د ایران ټول خلک، اسلامی ملت او بشری ټولنه د فلسطین د مظلوم ملت په غم کې دی او ټول بشریت د استکباری نظام، امریکې، صهیونیسټی رژیم او په لویدیځ او اروپا کې د هغوی له ملاتړو سره خپله کرکه ښيي.