د امنیت شورا اوسنی جوړښت دنړیوالې ټولنې واقعیّتونه نه منعکس کوي
په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ مطبوعاتی مسئول ووئيل، د ملګروملتو د امنیت شورا اوسنی جوړښت د نړیوالې ټولنې واقعیّتونه نه منعکس کوي او باید نړیوالو بدلونونوته په پام سره په جوړښت کې هم بدلونونه ترسره شي.
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ مطبوعاتی مسئول علی کریمي مقدم ددغې موسیسې دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې د امنیت شورا داوسني جوړښت د اصلاح لپاره د فلسطین د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو سره په مخامخیدا کې ددغه اورګان بې عملۍ ته په اشارې سره ووئيل،د فلسطین د مظلوم ولس په ضد دجنګي جنایتونو په دلیل د اسرائيلو د ځواب ویونکي او د دوی په کړچار په غور کې دامنیت شورا بشپړ ناکامي،په دغه نړیوال اورګان کې د اساسی بدلونونو در امینځةکولو د ضرورت ښکاره نښه ده .
کریمي مقدم ووئيل،هیڅ شی د وحشی صهیونیسټي رژيم نسل وژنه او د بشریّت په ضد جنایتونه او جنګی جنایتونه نشي توجیه کولی په داسې شرائطو کې چې له بده مرغه امنیت شورا په دغو جنایتونو هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ مطبوعاتي مسئول روښانه کړې ده ،امنیت شورا چې ټاکل شوې وه ،د سولې له ساتنې سره مرسته وکړي، اوس ئې داسرائيلو رژيم سپين سترګی کړی څو په غزې کې خپلو جنګي جنایتونو ته هماغه راز دوام ورکړي او هیڅ ډول محاکمه او یا سزا ددغه نیواکګر او وحشي رژيم په انتظار کې نشته .
داپه داسې حال کې دي چې روستي راپورونه ښئ، په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژیم د څاروي ډوله پوځ د یرغلونو په نتیجې کې تر بیګا پورې د شهیدانو شمیر کابو دولس زره شهیدان ښودل شوی چې په هغو کې کابو شپږ زره ماشومان او کابو درې زره شپږ سوه میرمنې ترسترګو کیږي او دغه راز په دغو بې آ مانه بمباریو کې کابو دیرش زره کسان ټپیان شوي هم دي .