د حضرت زینب س زوکړه دې په ټولو مسلمانانو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141780-د_حضرت_زینب_س_زوکړه_دې_په_ټولو_مسلمانانو_مبارک_وي
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر د میاشتې نولسمه او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د حضرت زینب کبری سلام الله علیها له زوکړې سره سمون خوري.
(last modified 2023-11-19T07:42:13+00:00 )
Nov 19, 2023 08:01 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب س زوکړه دې په ټولو مسلمانانو مبارک وي

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر د میاشتې نولسمه او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د حضرت زینب کبری سلام الله علیها له زوکړې سره سمون خوري.

حضرت زینب سلام الله علیها په ټولو وختونو کښې له ظلم سره د مبارزې او د ټولو ازادي غواړو میرمنو او سړیو لپاره د یوې بیلګې او د نمونې په توګه مطرح ده.

حضرت زینب سلام الله علیها له خپل ګران ورور  حضرت امام حسین علیه السلام سره  چې د دنیا د شیعه مسلمانانو دریم امام دی یوځاې له منحرف او  متحجر بهیر سره  مبارزه کوله کوم چې د اسلام د دفاع په نوم د کربلا ستره غمیزه رامینځته کړه.

حضرت زینب سلام الله علیه له پرون ، نن ورځ او سبا ورځ سره اړونده یوه میرمنه ده ځکه چې د انسان کرامت ، د خدای بندګۍ ، عدالت غوښتنه ، شرافت او ازادۍ داسې ارزښتونه دي چې له یوه خاص پړاو یا خاص ټولنې سره اړه نلري.

د حضرت زینب کبری سلام الله علیها وجود هره ورځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له مینې او معرفت څخه نوي سا اخیستله او د خپل ګران پلار یعني  د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت علي علیه السلام له علم او بلاغت څخه یې ګټه پورته کوله او خپل روح یې د خپلې ګرانې مور حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها له مینې څخه په ډکې غیږې کښې د ارامښت ساحل ته ورسوه.

حضرت زینب سلام الله علیها د حضرت امام حسین علیه السلام له شهادت وروسته ځان د نړۍ د شیعه مسلمانانو د څلورم امام حضرت سجاد علیه السلام د ژوند ساتلو ته موظف باله او په همدې دلیل په تر ټولو سختو شرایطو کښې د جنایتکارانو او د ظالمانو په مقابل کښې ودریدله او د حضرت امام سجاد علیه السلام په څنګ کښې په ایشوا کونکو ویناګانو سره یې د اسلام دښمانان رسوا کړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کښې د حضرت زینب سلام الله علیها د زوکړې کلیزه د نرس ورځ نومول شوي ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د اسلام د اتلوالې میرمنې حضرت زینب سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو په تیره بیا شیعه مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.