حماس او اسلامی جهاد غورځنګونه هیڅکله نشي حذفیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142028-حماس_او_اسلامی_جهاد_غورځنګونه_هیڅکله_نشي_حذفیدلی
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د قطر له لومړی وزیر او خارجه چارو وزیر سره په کتنې کې په دې په ټينګار سره چې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د فلسطین د ملت له متن څخه راپورته شوی او آزادي غواړئ غورځنګ دی ووئیل، حماس هیڅکله هم د حذفیدا نه دی.
(last modified 2023-11-24T08:53:30+00:00 )
Nov 24, 2023 06:08 Asia/Kabul
  • حماس او اسلامی جهاد غورځنګونه هیڅکله نشي حذفیدلی

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د قطر له لومړی وزیر او خارجه چارو وزیر سره په کتنې کې په دې په ټينګار سره چې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د فلسطین د ملت له متن څخه راپورته شوی او آزادي غواړئ غورځنګ دی ووئیل، حماس هیڅکله هم د حذفیدا نه دی.

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ،حسین امیرعبداللهیان  بیګا په دوحې کې د دقطر  له لومړي وزیر او خارجه وزیر  شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره  لیده کاته وکړل.

 هغه د قطر د لومړي وزیر او د خارجه چارو د وزیر د ښه هرکلی په منننې سره او دې ته په اشارې سره چې دا څوم ځل دی چې په تیرو شپږو اونیو کې ئې سره کوي،له فلسطین سره په ارتباط او په غزې کې د انسان دوستۍ موقتي اور بند لپاره د زمینه جوړونې  سره په ارتباط کې د قطر د خارجه وزیر د ارزښتمنو هڅو قدرونه اوستاینه وکړه.

د ایران خارجه وزیر په غزې کې د موقته اوربند په هرکلي سره ووئیل،له اوربنده وروسته د جنګ دوام ته داسرائيلي رژيم  د مخه کولو په بڼه کې  به په سیمې کې شرائط لا تاؤتریخجن او غبرګونونه هم لاپراخ شي.هغه ووئيل وحشي صهیونیسټي رژيم د امریکا له بشپړ ملاتړونو پرته د جنګ ددوام جوګه نه دی او هغه څه چې په  تیرو شپږ و اونیو کې په سیمې کې دامریکا په ضد ترسره شوي دي، په فلسطین کې له نسل وژنې څخه په ملاتړ کې د امریکا په اقدام په سیمې کې مقاومتي چورلیز د ډلوټپلو غبرګون دی او له ایران سره هیڅ ربط نه لري.

 د قطر لومړي وزیر اوخارجه چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن  هم  په دغې کتنې کې  د ایران او قطر ترمینځ  دښو او رغنده ملګرتیاؤ او مشورو  او لیدو کاتو باندې دخوښۍ په  ښودلو سره  ، دغزې په ضد د جنګ  په دریدا کې  یوې نتیجې ته له رسیدا سره په مرستې کې دایران  د ارزښتمنو هڅو او چورلیزي رول  هم  ډیره مننه وکړه . هغه  دې ته په اشارې سره چې  ښې مرحلې ته رسیدلي یوو،زیاته کړه ،  اول لومړیتوب اور بند دی ا و  دمونږ هڅه دا ده چې  موقته اور بند تمدید   او  جنګ او دفلسطینیانو  وژلې هم په بشپړ ډول ودریږي او د جنګ ټاکنې ته د بیرته ستنیدا خنډ شو.  په دغې کتنې کې  په تیره بیا د دوو اړخیزو  ملګرتیاؤ او  دغه راز د سیمه ایز امنیت له پیاوړتیا سره د مرستې په  چوکاټ کې  په مشترکو  دریځونو هم مشورې او خبرې وشوې.

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دي چې  له دې وروسته د ایران خارجه وزیر د  فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر  اسماعیل هنیّه سره هم لیده کاته وکړل او  دغه راز ئې  ورسره په ځينو موضوعګانو  خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د  اسرائيلو او حماس غورځنګ ترمینځ  اوربند  له نن سهار  اوو بجو څخه په درستې غزې کې ټينګ شي او  د وحشي صهیونیسټي ررژيم هرډول  پوځي خوځښتونه به په ټپه ددریږي. او  غزې ته به د انسان دوستۍ مرستې وار د واره ورسیږي.