دIAEA واکمنې شوراغونډه په غزې کې له جنایتونواغیزمنه وه
د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ دادارې مشرمحمد اسلامی ددې خبرې په کولو سره چې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا غونډه د صهیونیسټ رژيم د ملاتړ او نیوکه کونکو ترمینځ په دوو ډلو ویشل شوې،ووئيل،د شورا غونډه په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو تر اغیزو لاندې وه .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،محمد اسلامی بیګا د ایران یو ټیلیویژنی چینل په یوه پروګرام کې په خبرو کې د وروستیو بدلونونو په باب ووئيل،نړیوال اورګانونو یو ځل بیا د غزې په جنګ کې د وه ګوڼه سټنډرډونو ته مخه کړې ده،ووئيل،د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر ته په یوه لیک کې مو د غزې په ضد د ایټمی وسلوڅخه د استفادې لپاره د صهیونیسټ رژیم د یوه وزیر دګواښ موضوع او د ایران په ضدپه همدغه چورلی سره دنتنیاهو خبرې یادې کړي دي،خو آمانوئیل ګروسي پخپل راپور کې دې موضوع ته کومه اشاره نه ده کړې .
اسلامی ووئيل، تمه لرو په جمع بندۍ کې دغې موضوع ته اشاره وشي څو په نیواکګر رژيم سیاسی دباؤ زیات شي. هغه زیاته کړې ده،مختلفو هیوادونو پخپلو اعلامیو کې په ډ اګه دې موضوع ته اشاره کړې ده او د واکمنې شورا ناسته هم په غزې کې د نیواکګر رژيم دجنایتونو او دغزې د جنګ تر اغیزو لاندې ترسره شوې ده .د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې مشر ووئيل، له امریکا، انګلستان،فرانسې او جرمني پرته چې په هره بڼه د جنایتکار رژیم ملاتړي دي،نور هیوادونه ورڅخه پیروي نه کوي.هغه په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې په واکمنې شورا کې د ایران په ضد ټول مطرح شوي تورونه د صهیونیسټ رژیم جوړ شوي دی ووئیل،وحشي صهیونیسټي رژیم نه د سیف ګارډز غړی دی او نه هم د این پي ټي ،خو له بده مرغه آژانس د ایران په ضد ددغه رژيم له ادبیاتو استفاده کوي، چې باید په خود کې دې شي.
داپه داسې حال کې دي چې اروپائي ټرائيکا یو ځل بیا د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په باب خپله ادعائي ګډه اعلامیه ولوستله،چې البته د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په اجرا کې ئې د اروپائي لوري لټيَو او دامریکا یو اړخیز چلند او وتلو ته هیڅ ا شاره نه ده کړې او یوازې ئې ایټمی موافقې ته د ایران د نه پابندۍ ډڼډوره وهلې ده .