Nov 29, 2023 16:18 Asia/Kabul
  • د سیمې د نوې سیاسي جغرافیې ځانګړنې د مقاومت په محورونو سره دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره، چې د نړیوال مقاومت د محور رامنځته کېدو په اړه د امام خمیني (ره) زېری، نن په سیمه کې په حقیقت بدل شوی دی، څرګنده کړه: د مقاومت محور د سیمې د برخلیک د بدلولو په حال کې دی چې یوه بېلګه یې، همدا الاقصی طوفان دی.

د رهبرۍ د ستر مقام د اطلاع رسونې دفتر د راپور له مخې؛ حضرت آیت الله خامنه ي نن (چهارشنبه) د ایران د بسیج له زرګونه غړو سره په کتنه کې، د لبنان، عراق، سوریې او فلسطین په هېوادونو کې د لوېدیځې آسیا د سیاسي جغرافیې د نقشې د بدلولو لپاره، د امریکې ناکامه پلان ته اشاره وکړه.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د لوېدیځې آسیا د نوې او رامنځته کېدونکې نقشې د ځانګړنو په شمېرلو سره وویل: د نوې لوېدیځې آسیا لومړۍ ځانګړنه، یعنې په سیمه کې د امریکا د تسلط نفي کول ده چې البته دا له امریکا سره د هېوادونو د سیاسي اړیکو د پرې کول په معنی نه دی، بلکې د امریکا د قدرت او سیاسي واکمنۍ له منځه تللو په معنی دی او لکه څنګه چې وینو، ځینې هېوادونه چې سل په سلو کې د یو بل تابع دي، هم له امریکا سره د اختلاف په حال کې دي.

هغوی په ​​سیمه کې د تسلط لپاره په وروستیو کلونو کې د امریکې له اقداماتو څخه، د صهیونیسټي رژیم پیاوړتیا او له هغه سره د ملګرتیا لپاره د هېوادونو هڅول وبلل او زیاته کړه: له سیمې څخه د امریکې د شړلو یوه څرګنده او ښکاره نښه، د الاقصی طوفان ژوره تاریخي پېښه ده،چې که څه هم د صهیونیسټي رژیم په خلاف وه، خو د امریکا د شړلو په تړاو ده؛ ځکه چې په سیمه کې د امریکا د سیاستونو جدول یې ګډوډ کړ او د هغه په دوام سره به په سیمه کې د امریکا د سیاستونو جدول له منځه ولاړ شي.

"په سیمه کې د درواغو او تپل شویو دوه ګونو چلندونو خاتمه" د نوې لوېدیځې آسیا بله ځانګړتیا ده، چې د انقلاب ستر لارښود ورته په اشارې سره وویل: د "عرب او غیر عرب"، "شیعه او سني" دوه ګوني او د شیعه د هلال افسانې خپل رنګ له لاسه ورکړی، چې ښکاره بېلګه یې د فلسطین قضیه ده، ځکه د الاقصی طوفان او تر هغه وړاندې، له فلسطینیانو سره عربو او غیر عربو اهل تشیع ډېره مرسته کړې ده.

حضرت آیت الله العظمی خامنه يي څرګنده کړه: د دغو تپل شویو دوه ګونو په مقابل کې، د مقاومت او تسلیمۍ په نوم یوه نوې دوه ګونې پې سیمې حاکمه شوې ده او نن ورځ د مقاومت جریان یعنې د زور، اسراف او د امریکې لاسوهنې ته نه تسلېمېدل، په سیمه کې یو څرګند جریان دی.

هغوی د «فلسطین د مسئلې حل» د لوېدیځې آسیا د نوې او پرمختللې برخې یوه بله ځانګړنه وبلله او زیاته یې کړه: د فلسطین مسله د حل کېدو په لور روانه ده یعنې په ټوله فلسطیني خاوره کې د فلسطیني واکمنۍ جوړېدل د حرکت په حال کې دي.

معظم رهبر د فلسطین لپاره د اسلامي جمهوریت نړیوال، منلی او متمدن پلان او منطق ته په اشارې سره، چې د ټولو فلسطینیانو ریفرنډم دی، وویل: له نیواکګرو پرته، ټول فلسطینیان، که د فلسطین اوسېدونکي وي او که د ګاونډیو هېوادونو، د کمپونو، د فلسطین او نورو سیمو اوسېدونکي وي، باید وکولای شي د فلسطین د اداره کولو لپاره نظر ورکړي، البته ځینې وايي چې صهیونیسټي رژیم دغه پلان نه مني، بلکې دغه پلان باید ورباندې تحمیل شي او که دغه پلان عملي شي، نو ان‌شاءالله دا به تعقیب شي، او که چېرې د مقاومت اصلي محور په جدي توګه خپله اراده او هوډ تعقیب کړي، دا هدف به ترلاسه شي.

هغوی د فلسطین د مسئلې د حل لپاره، سمندر ته د یهودانو او صهیونیسټانو د غورځولو په اړه، د نړۍ د ځینو کسانو له خوا د ایران اسلامي جمهوریت ته د غلط نظر ورکولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د اسلامي جمهوریت نظر په سمندر کې د هېچا غورځول نه دي، بلکې دا دی چې د فلسطین د خلکو په رایه یو حکومت جوړ شي او د داسې خلکو په اړه دې هم همغه حکومت پریکړه وکړي.

حضرت آیت الله خامنه ي په پای کې وفرمایل: د الاقصی طوفان نه ختمېدونکی دی او ان‌شاءالله دا حالت به هم دوام ونه کړی.

ټیګونه