ایران له سعودی سره د فوځي اړیکو لپاره چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142402-ایران_له_سعودی_سره_د_فوځي_اړیکو_لپاره_چمتو_دی
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اعلان وکړ چي مونږ له سعودی عربستان سره فوځي همکاریو لپاره چمتو یو.
(last modified 2023-11-30T06:35:34+00:00 )
Nov 30, 2023 11:03 Asia/Kabul
  • ایران له سعودی سره د فوځي اړیکو لپاره چمتو دی

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اعلان وکړ چي مونږ له سعودی عربستان سره فوځي همکاریو لپاره چمتو یو.

د فارس له راپور سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د سعودي عربستان له دفاع وزیر خالد بن سلمان سره په تماس کې د مختلفو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

جنرال محمد باقري د ریاض او تهران تر مینځ د دوستانه اړیکو له پراختیا څخه د خوښی په څرګندولو سره، د اسلامي هیوادونو د مشرانو د کنفرانس د کوربه توب قدرونه وکړه او وویل چي د ایران وسله وال ځواکونه چمتو دی چي په مختلفو فوځي ډګرونو کې له سعودی عربستان سره همکاري وکړي.

د عربستان دفاع وزیر هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د فوځي همکاریو له وړاندیز څخه هرکلی وکړ. دواړو لورو همدارنګه د د سیمې او د اسلامي نړۍ د مهمو مسائلو په هکله سلامشورې وکړې.