د امنیت شورا د فلسطین په هکله خپله دنده کې ناکامه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142410-د_امنیت_شورا_د_فلسطین_په_هکله_خپله_دنده_کې_ناکامه_شوې
د ایران خارجه وزیر چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وینا کولو تیاري نیولې وه، د امریکا له لورې د ویزو د نه ورکړې په خاطر غونډې ته نه ورسېده او وینا یې د ایران د استازی سعید ایراني له خوا وړاندې شوه.
(last modified 2023-11-30T08:09:52+00:00 )
Nov 30, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • د امنیت شورا د فلسطین په هکله خپله دنده کې ناکامه شوې

د ایران خارجه وزیر چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وینا کولو تیاري نیولې وه، د امریکا له لورې د ویزو د نه ورکړې په خاطر غونډې ته نه ورسېده او وینا یې د ایران د استازی سعید ایراني له خوا وړاندې شوه.

د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په وینا و کې د امنیت شورا ته په خطاب کې راغلی دی:  د غزې په هکله غونډه یوه ارزښناک اقدام دی خو داسي غونډې هغه وخت ګټه کوي چي د فلسطین د خلګو د وژنو او د کړاوونو د مخنیوی لپاره د عملي اقداماتو لامل شي.

هغه یادونه کړې ده چي د ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړې توګه بیا د امنیت شورا تر اوسه پورې د فلسطین په وړاندې د خپل قانوني او اخلاقي ذمه واری په پوره کولو کې ناکامه پاتي شوي دي.

د ایران د خارجه وزیر د وېنا په دوام کې چي د سعید ایرواني له خوا د امنیت شورا په غونډه کې وړاندې شوه، راغلې ده: له اسرائیل رژیم څخه د امریکا بې حده ملاتړ د فلسطین په وړاندې د امنیت شورا د ذمه واری د نه پوره کېدو تر ټولو ستر لامل دی.

هغه په غزې کې د صهیونیست رژیم له لورې په عمدي توګه  د ښځو او ماشومانو په شمول د لسګونو زرو فلسطینیانو وژنې او په جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو باندې بریدونو ته په اشارې سره، د امنیت شورا له غړو هیوادونو پوښتنه کړې ده چي دا جنایت څه ډول د توجیه وړ ده ؟