د ایران دفاعي ځواک په سیمه او نړیوال ډګر کې څرګند دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142466-د_ایران_دفاعي_ځواک_په_سیمه_او_نړیوال_ډګر_کې_څرګند_دی
د ایران د خاتم الانبیاء د هوايي دفاع د ګډې قرارګاه قوماندان وایي، د ایران د رادار او توغندیو سیسټمونه د نړۍ له نویو ټیکنالوژیو سره په مطابقت کې ډیزاین او په مدار کې دي.
(last modified 2023-12-01T21:45:49+00:00 )
Dec 02, 2023 02:01 Asia/Kabul
  • د ایران دفاعي ځواک په سیمه او نړیوال ډګر کې څرګند دی

د ایران د خاتم الانبیاء د هوايي دفاع د ګډې قرارګاه قوماندان وایي، د ایران د رادار او توغندیو سیسټمونه د نړۍ له نویو ټیکنالوژیو سره په مطابقت کې ډیزاین او په مدار کې دي.

د صد او سیما خبري اژانس د تېرې ورځې را پور له مخې؛ د ایران د خاتم الانبیاء د ګډې هوايي دفاعي قرارګاه قوماندان قادر رحیم زاده د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د هوايي دفاع د سیمې د رادار له بېلا بېلو برخو څخه د کتنې په ترڅ کې وویل، دغه هېواد د هوايي دفاع په برخه کې د دښمن د ګواښونو د شنډولو په پرخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړي او زیاته یې کړه چې موږ د ایران او سیمې د اسمان د امنیت په برخه کې چمتوالي لري چې د ګاونډیو په همکارۍ د سیمې د اسمان امنیت پخپل لاس کې ولرو.

د ایران د ګډې هواي دفاعی قرارګاه قوماندان زیاته کړه: د ایران د رادار او توغندویو سیسټمونه د نړۍ له نویو ټیکنالوژیو سره سم ډیزاین شوی او د فعالیت په مدار کې دي.

قادرزاده دې ته په اشارې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي توان په سیمه ایزه او نړیواله کچه څرګند شوی دی، وویل: د ایران د وسله والو ځواکونو د همغږۍ او هماهنګۍ له امله مونږ د پرمختګ پړاو ته رسیدلي یو چې د نړیوال استکتبار په وجود کې یې لړزه رامنځته کړې ده.

د ایران د ګډې هوائي دفاعي اډې خامتم الانبیا ص قرارګاه قوماندان په غزې تړانګه کې تحولاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: غاصب صهیونیسټ رژیم د بې ګناه فلسطینیانو په تیره بیا د ښځو په وژلو سره د الاقصی طوفان د عملیاتو عظمت نه شي کمولی. او ماشومان، او دا کړنه به په نږدې راتلونکي کې د دې غاصب رژیم د لمنځه تللو لامل شي.