Dec 03, 2023 15:43 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته د کتنې برخه

 

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو، نن هم اول د تهران چاپ او ورپسې به که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکې کړوو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.

*/*/*/*

د تهران ورځپاڼو په سر کښې شهروند ورځپاڼه راخلو چې په خپل اول مخ یې د ایران د وروستیو دفاعي وړتیاؤ په هکله یو خبر راخیستی دی او یو ماډرن ډرون له انځور سره یې لیکلي دي: د بې پایلټه اولوتکو او دفاعي تجهیزاتو په برخه کښې د ایران پر ځان بسیاینه.

د خبر په تفصیل کښې لولو: د ایران د پوځ  اعلی سرقوماندان امیر تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي په تهران کښې د سمندري ځواکونو د علمي او تخنیکي لاسته راوړنو د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کښې وویل چې. د سمندري ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په ډګر کې ډیر ستر او ارزښتناک کار ترسره شوی دی  چې یوازې یوه کوچنۍ برخه یې ښودل کیدې شي.

جنرال موسوي څرګنده کړه: هغه تجهیزات چې په ګرانه بیه به چمتو کیدل اوس د دفاعي صنایعو او د ایران د سمندري ځواکونو د ساینس پوهانو او ځوانو کارکونکو په هلوځلو سره په هیواد کښې تولیدیږي او د ایران اسلامي جمهوریت نور بهرنیانو ته هیڅ ضرورت نه لري.

د یادولو وړ ده چې د ایران د سمندري ځواکونو د علمي او تخنیکي لاسته راوړنو نندارتون نن (شنبه) په تهران کې پرانیستل شو. ROV نومې ریموټ کنټرول بې پیلوټه اوبتل او چمروش 4 ډرون ډیرې مهمې لاسته راوړنې دي چې په دې نندارتون کې ښودل شوې دي.

*/*/*/*/*

له تهرانه چاپيدونکې ابرار ورځپاڼې بیا په خپل اول مخ د نورو خبرونو ترڅنګ په هرات کښې د ترهګرو پیښو او له امله یې د شیعه علماؤ د وژل کیدو موضوع ته د ایران د غبرګون خبر راخیستی دی او لیکلي یې دي: د افغانستان واکمنان دې د هرات د جنایت ترسره کونکي او عاملان وپیژني او سزا دې ورکړي.

په دې اړه د خبرپاڼې په مقاله کښې راغلي دي: د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د شیعه مسلمانانو او د هغوی د علماو د امنیت په اړه د هرات د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د طالب چارواکو له ژمنې څو ورځې نه وې تېرې شوې چې په هرات کښې یوځل بیا ترهګره حمله وشوه او د دوو شیعه عالمانو په شمول په کښې ۶ کسان مړه شول.

په دې وروستیو اوونیو کې په هرات ولایت کې پر شیعه­و په ځانګړې توګه پر دیني عالمانو بریدونه زیات شوي او هغه څه چې افغان ټولنه یې ډیره اندېښمنه ​​کړې، د دیني عالمانو هدفي وژنې او د هغوي له منځه وړل دي داشان چې د نومبر په ۲۳ مه ناپېژاندو وسله والو د هرات ښار په مرکز کې دوه تنه عالمان ووژل.

که څه هم د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د دا ډول بریدونو د تکرار د مخنیوي ژمنه کړې، خو ترهګرو سمدلاسه هڅه وکړه چې په هرات ولایت کې د خپل جنایت په تکرارولو سره د افغانستان خلکو ته وښودله چې طالبان د افغانستان د خلکو د امنیت په تامینولو کښې ناتوانه دي د مرګ ډلې لا هم کولای شي چې وژنې ترسره کړي او ناامني او ویره رامینځته کړي.

په دې لړ کښې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په هرات ښار کښې وروستۍ ترهګره پیښه وغندله او هیله یې وښودله چې د افغانستان واکمنان د دغتې غیرانساني پيښې ترسره کوونکي معلوم کړي او سخته سزا ورکړي.

یاده دې وي چې د تیرې جمعې په مازیګر د هرات په جبرائیل ښارګي کښې نامعلومو وسله والو د دوو شیعه عالمانو او ورسره د څلورو ښځو په شمول لږترلږه ۶ کسان وویشتل او شهیدان یې کړل.

*/*/*

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم پرله پسې بریدونو موضوع ته انعکاس ورکړی او په سرو ټکیو یې لیکلي دي: په غزه کښې په څلورو سوو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم بریدونه، په ټوله نړۍ کښې د فلسطین د ملاتړو د مظاهرو نوی پړاؤ.

تر دې سرټکي لاندې ورځپاڼې لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم پوځ د غزې په تړانګې باندې د خپلو بریدونو د نوي پیړاؤ أه پیل راهیسې په غزه کښې ۴۰۰ ځایونه په نښه کړل او سخته بمباري یې پرې کړې ده.

ورته مهال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د فلسطین د ملاتړو پراخې مظاهرې هم روانې دي.

نیواکګر پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د اوربند د تمدید لپاره د مذاکراتو له ماتې مووروسته یې د غزې د سویل په خان یونس کښې په څه باندې ۵۰ اهدافو په شمول د غزې په تړانګې کښې له څلورو سوو زیات اهداف ویشتي دي.

دې ورځپاڼې په یوې بلې مقالې کښې بیا «په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د حماس بریاوې» ترعنوان لاندې یوه مقاله کښې لیکلي دي چې په اسرائیلو کښې د مصر پخواني سفیر رفعت الانصاري په یوه مرکه کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د تلې په پنځلسمه نیټه د طوفان الاقصی عملیاتو په هکله مم  معلومات ورکړل. هغه په دې مرکې کښې وویل: د طوفان الاقصی عملیاتو هدف په اصل کښې د صهونیسټي رژیم ښارګیو ته ننوتل او د اسیرانو نیول او د صهیونیسټانو وژل نه وو، مطلب مې دا دی چې ځیني نور موارد هم په کښې ورزیات کړم. دغو عملیاتو درې اهداف درلودل.

له هر څه مخکښې په دغې سیمې کښې «ایرث« سرحدي لارې او هلته د (شاباک) «شین بت» جاسوسي اډې ته ننوتل او هلته  موجودو هغو ارزښتناکو معلوماتو ته رسیدل وو چې د غزې او په کلي توګه د فلسطین په هکله وو.

هلته د شاباک دوه جاسوسي افسران نیول شیول شوي او ورسره څو لیپ ټاپونه، کمپیوټرې، سي ډي ګانې او یو ایس بي ګانې او مدارک ترلاسه شول او هغه یې یوازې په دریو ساعتونو کښې غزې ته ورسول. د دغو معلوماتو له مخې درې (دوه اړخیز فلسطیني جاسوسان) هم ونیوې او ووژل شول.

دویم هدف چې ډیر مهم دی، د اسرائیلو ۸۲۰۰جاسوسي یونټ ته نفوذ و چې د غزې تړانګې په سویلي برخې کښې پروت دی. د دغه جاسوسي یونټ دنده په سرې بهیرې کښې له مصر او اردن او همداشان له ایران څخه جاسوسي ده. دغه اطلاعات ډیر مهم او حساس دي چې د اسرائیلو له دوو جاسوسي او دوو پوځي افسرانو سره یوځاې نیول شوي دي. دغه نیول شوي کسان او مهم معلومات هم د عملیاتو له پیلیدو تقریباً درې نیم ساعته وروسته غزې ته ورسول شول. خو په دې لړ کښې ډیر مهم کار، له فلسطین څخه بهر د هغو استول دي.

د طوفان الاقصی عملیاتو دریم مهم هدف د «نستریم» پوځي اډې نیول وو او دغه کار هم ترسره شو. د سویلي تړانګې په برخه کښې د اسرائیلو د وسله والو ځواکونو قومنداني په دغې سیمې کښې ده. په دغې اډې کښې د غزې د تړانګې په هکله بشپړ پروګرامونه او معلومات او د بیړنیو حالاتو لپاره پوځي پلانونونه هم دغلته وو چې سره د کمپیوټرونو او سرورونو وغیره نیوې شول او د عملیاتو له پیل نه کابو ۵ ساعته وروسته هغه هم په غزې کښې د حماس اډې ته منتقل کړې شول. په دغې سیمې کښې د عملیاتو او له هلته نه د یادو معلوماتو د وړلو په وخت هلته هیڅ اسرائیلي پوځي نه و او دا ښودنه کوي چې صهیونیسټي رژيم او د هغه استخباراتي ادارې بیخي د غفلت په خوب کښې وې او د دغه ډول عملیاتو هیڅ اټکل یې نه و کړې شوی.

په دې وجه، دا یو مهم ټکی دی. د طوفان الاقصی عملیاتو حقیقت او ماهیت د څو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو له نیولو ډیر لوړ او اعلان شوي اهداف نه بلکې بل څه وو.

*/*/*/*/*

اوس به د تهران چاپ دکیهان ورځپاڼې ځیني لنډ بهرني خبرونه راواخلو چې په دا ډول دي:

د پاکستان په تحریکِ انصاف ګوند کښې د داخلي انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته (ګوهر علي خان) د عمران خان ځاې ناستی شو او تر څو چې عمران خان له زندان او ورباندې له لګیدلو تورونو خلاص شوی نه وي، دی به د تحریک انصاف نګران او لنډمهاله مشر وي.

*/

په فرانسې کښې د کورني تاوتریخوالي ځانګړې ډلې په یو بوږنوونکي رپورټ کښې ویلي چې هر کال تقریباً ۱ لاک ۶۰ زره ماشومان په دې هیواد کښې د جنسي تشدد قرباني کیږي.

*/

د صهیونیسټي رزیم ټیلیویژن تاییده کړه چې دغه رژیم د امریکې په شنې اشارې سره په غزې باندې بریدونه او د ملکي فلسطینیانو لیونډوله وژله دوباره پیل کړې ده. پرون یوازې په جبالیا کښې په یوې ودانۍ باندې چې خلکو په کښې پناه اخیستې وه او همداشان د غزې د ختیځ په شجاعیه سیمې کښې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله سلګونه کسان شهیدان شول او ورسره د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې د شهیدانو شمیر له ۱۷ زرو واوښته.

*/

او مشهور امریکايي خبریال سیمور هَرش د روسیې او یوکرین د پوځ د لوې درستیزانو په سویه د ماسکو او کییف ترمینځ د مذاکراتو د پیلیدو او په ناټو کښې د یوکرین د شاملیدو لپاره د روسیې د شرطونو خبر ورکړ.

*/*/*/*

 

 

 

ټیګونه