امیر عبداللهیان:
امریکا دې د اسرائیلي جنایتکارانو څخه ملاتړ بند کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: هغه جنګ جوړونکو ته چي په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د جنګ د پراخولو په لټه کې دي خبرداری ورکوو چي مخکې له دې نه چي ناوخته شي امریکا دې خپل ملاتړ له جنایتکاره اسرائیلیانو څخه بند کړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل عمانی سیال بدر البوسعیدی سره په خبري غونډه کې وویل: د شنبې په ورځ مې د مقاومت له مشرانو واورېدل چي ویلي دي د روانو حالاتو په دوام سره، سیمه کې به هرڅه بدله شي، په سیمه کې د جنګ پراختیا امکان زیات شوی او ټولو هغو لورو ته چي د جنګ په لټه کې دي، خبرداری ورکوو چي له ناوخته کېدو نه مخکې دي د فلسطینیانو وژنې بند کړي.
امیر عبداللهیان وویل: د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غواړو چي په فلسطین باندې د جنګ د بندولو او غزې ته د رفح د لارې د خلاصون او د تېلو او نورو بشردوستانه مرستو د لېږدولو لپاره مناسب اقدامات وکړي.
هغه زیاته کړه: صهیونیستي رژیم غواړي فلسطینیان له غزې څخه وشړي او مصر ته یې واستوي او د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې میشت فلسطینیان هم اردن ته کډه کړي او مونږ هیله من یو چي زمونږ وړونه په مصر کې د غزې لارې په خلاصولو سره، د اسرائیل د رژیم دغه دسیسه شنډه کړي.
د ایران خارجه وزیر جوته کړه: د صهیونیستي رژیم د چارواکو په ضد د نړیوالې محکمې جوړېدا د ټولو عمومي غوښتنه ده، هیله من یو د ایران او د ځینو هیوادونو د ګډو شکایتونو په پایله کې مونږ د هغو جنګي جنایتکارانو د محاکمې کتوونکې ووسو چي په دوو میاشتو کې یې ۱۶ زره بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړي دي.
امیر عبداللهیان زیاته کړه: د ایران او عمان تر مینځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې ښه قراردادونه شوي دي او د هوکړو په عملي کېدو کار روان دي.
د ایران خارجه وزیر یادونه وکړه چي د دوشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو د اقتصادي کمیسیون غونډه تر سره کیږي او د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ تر سره شوې هوکړې تعقیبیږي.
هغه وویل چي د ایران د اقتصادي چارو وزیر به ډېر ژر د ګمرکاتو او اقتصادي چارو په برخه کې د اسانتیاو د رامینځ ته کولو لپاره د هوکړو د لاسلیکولو په موخه عمان ته سفر کوي.
د عمان خارجه وزیر بدر البوسعیدی هم وویل: په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځې غاړې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو نوی پړاو د اسرائیل د رژیم د جنګ په کابینې کې د امریکا د دفاع وزیر په حضور سره پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه: امریکا له یوې خوا په رسنیو کې تش په خوله اسرائیل رژیم ته د ښځو او د ماشومانو د نه وژلو سپارښتنه کوي لیکن له بلې خوا په عمل کې ورته د فلسطینیانو د عام وژنې لپاره شین څراغ لګوي.
د عمان خارجه وزیر ټینګار وکړ: په لوړ ږغ سره وایم چي امریکا باید په فلسطین کې د دغه عام وژنو او د جنایاتو د ملاتړ د پایلو بیه پرې کړي.
بدر البوسعیدی زیاته کړه: د ایران او عمان اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په لور درومي.