د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز:
په عراق کې باید ټولې ترهګرې ډلې بې وسلې شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د عراق د کردستان له سرحدي سیمو څخه د انقلاب ضد د ترهګرو ډلو د لیري کولو څخه د قدرونې په ترڅ کې وویل: تمه کیږي د دغو ورانکارو ډلو تر بې وسلې کېدو پورې د عراق حکومت خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري تېره ورځ عراق ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هیواد د کورنیو چارو له وزیر عبدالامیر الشمري سره وکتل او ټینګار وکړ چي د ایران او عراق پولې باید پر امنې او د دوستی، سوداګری او ټوریزم پولې وي.
جنرال باقري د عراق د کردستان له سرحدي سیمو څخه د انقلاب ضد د ډلګیو د لیری کولو په لړ کې د عراق د حکومت د اقداماتو په ستاینې سره، وویل: لاهم په ګډو پولو کې د ځینو ترهګرو عناصرو د حضور په هکله ځینې شواهد او اندېښنې موجودې دي او مونږ تمه لرو چي د عراق حکومت د دغو ورانکارو ډلګیو تر بې وسلې کېدو پورې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.