د الاقصی طوفان یو ځل بیا د فلسطین مسله د اسلامي دنیااونړۍ په لومړۍ مسلی بدله کړه
د لبنان د عالمانو د غونډې مشر د اسلامی نړۍ د وحدت او د اسلامی امت د عادلانه مسائلو په ملاتړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د خاص رول قدرونه وکړه
د ایران د ایسناد راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د لبنان د عالمانو د غونډې له پلاوي سره په کتنه کې د فلسطین په نیول شوې خاوره کې اوسنیو بدلونونو ته په اشارې سره دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام او ددغه جنایت په وړاندې دامریکا په ښکاره او هراړخیزه ملاتړ د دغه رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره په صهیونیسټ رژیم دباو اچولو عملی اقدامات مهم او اړین وبلل .
د لبنان د عالمانو د شورا د دارالانشا مشر«شیخ حسن عبدا...» او د لبنان د عالمانو د مجلس مشر«شیخ غازی حنینه» هم په لبنان او سیمه کی په تیرو څو کلونو کی د دغه موسسی اهداف او فعالیتونه بیان کړل..
د لبنان د عالمانو د غونډې مشر د اسلامی نړۍ د وحدت او د اسلامی امت د عادلانه مسائلو په ملاتړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د خاص رول قدرونه وکړه
د لبنان د مسلمانو عالمانو د غونډې مسوولینو د الاقصی طوفان عملیات د صهیونیسټ دښمن د ثابتې ماتې نښه وبلله او له صهیونیسټ دښمن سره په مبارزه کښې د لبنان او فلسطین د ولسونو تجربې او سترې بریاوې وبللې.