ایران او کیوبا د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیاپه لټه کی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142628-ایران_او_کیوبا_د_ستراتیژیکو_اړیکو_د_پیاوړتیاپه_لټه_کی
سید ابراهیم رئیسی د دغو سندونو او تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په مراسمو کښې وویل نن د ایران او کیوبا په اړیکو کښې یو نوی بهیر پیل شوی دی چې د دواړو هیوادونو د اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا سبب کیږی.
(last modified 2023-12-04T07:29:13+00:00 )
Dec 04, 2023 11:55 Asia/Kabul
  • ایران او کیوبا د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیاپه لټه کی

سید ابراهیم رئیسی د دغو سندونو او تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په مراسمو کښې وویل نن د ایران او کیوبا په اړیکو کښې یو نوی بهیر پیل شوی دی چې د دواړو هیوادونو د اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا سبب کیږی.

 

د ایران او کیوبا ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو د ستراتیژیکو او دوه اړخیزو اړیکو د ژورولو په اړه د همکارۍ ۷ سندونه او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

د کیوبا ولسمشر میګیویل دیاز کانیل چې د یکشنبې په شپه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په بلنه تهران ته رسیدلی وو، د دوشنبې په سهار له سید ابراهیم رئیسي سره وکتل. د ١٣٨٠ کال په جون کې د کيوبا د پخواني ولسمشر فيډل کاسټرو له سفر وروسته دا ايران ته د دغه هېواد د ولسمشر لومړى سفر دى.

د ایران د اسلامي جمهوریت او کیوبا ترمنځ نن لاسلیک شوي سندونه د ساینس او ​​ټکنالوژۍ، روغتیا، کرنې، انرژۍ او کانونو، ارتباطاتو او طب په برخو کې شامل دي.

سید ابراهیم رئیسی د دغو سندونو او تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په مراسمو کښې وویل نن د ایران او کیوبا په اړیکو کښې یو نوی بهیر پیل شوی دی چې د دواړو هیوادونو د اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا سبب کیږی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل کیوبا د سیال په رسمي بلنه له دولسو کلونو وروسته د لاتینې امریکا د سیمه ایز سفر په لړ کښې سږ کال هاوانا ته لاړ او د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو له خوا په قضايي برخو کې د هراړخیزو سیاسي همکاریو، ګمرکي اړیکو او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو ۶ سندونه او یادداشتونه لاسلیک شول.     

د ایران دیارلسم حکومت هم په خارجی سیاست کښې اسلامی او ګاونډیو هیوادونو ته په لومړیتوب ورکولو سره د کیوبا په شان له متحدو هیوادونو سره د ملګرتیاو په پراخولوهم  ټینګار کوی. ایران او کیوبا له جغرافيايي پلوه د لیرې پرتو هېوادونو په توګه د خپلواکۍ غوښتلو او د ازادۍ د غورځنګونو د ملاتړ په څېر ګډ نظرونه تعقيبوي، چې له سياسي او اقتصادي پلوه يې يو بل ته نږدې کړي دي.

د ایران او کیوبا اړیکې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران له اسلامي انقلاب او په ناپییلي غورځنګ کې د ایران له غړیتوب وروسته پیاوړې شوې، چې غړي یې د امپریالیزم ضد یو ډول نظر لري او اوس په مختلفو برخو کې دوام لري.

د امریکا له مداخلې سره مبارزه د تهران او هاوانا تر منځ یوه له ګډو موضوګانو ګڼل کیږي. د ۱۹۶۰ لسیزې له پیل راهیسې، امریکا د واشنګټن له لوري د انقلابي او خپلواکو سیاستونو د پرمختګ له امله پر کیوبا بندیزونه ولګول او د ۱۹۸۰ لسیزې له پیله په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته دغه بندیزونه په پراخ ډول پلي شول. البته، ایران او کیوبا د امریکا د بندیزونو له امله د اقتصادي فشارونو په زغملو سره، توانیدلي دي چې په کورني ځواک باندې د تکیه کولو او د امریکا د بندیزونو د سیاست د شنډولو په ډګر کې نسبتا بریالي ماډل وښيي.

 

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر له خپل کیوبایی سیال سره په ګډه خبری غونډه کښې د ایران او کیوبا د اړیکوپیاوړتیا د بندیزونو د شنډیدا سبب  وبلل او ویې ویل: د دواړو هېوادونو ګډ ټکی  دادی چې دواړه هېوادونه  د سلطی د نظام په خلاف دریږی. کیوبا له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا د تسلط اوډیرغوښتنو پر وړاندې ولاړه  ده او د کیوبا د خلکو او حکومت مقاومت د ستاینې وړ دی. د سلطي نظام په وړاندې زمونږ مقاومت او دريدا د ايران او کيوبا د خلکو په خلاف د بنديزونو سبب شوي دي، امريکا فکر کوي چې په بنديزونو سره زمونږ د هيوادونو مخه نيسي، دا د سلطي نظام غفلت او د هغوي غلطه محاسبه ده .د هغوهيوادونو ترمنځ  د اړيکو پياوړتیا چې تربندیزونو لاندې دي بندیزونه شنډولای شي .

په عین حال کی  باید په پام کې ونیول شي چې د ایران او کیوبا ترمنځ په اقتصادي، علمي او نظامي برخو کې د اړیکو له اوږده تاریخ سره سره، شمیرنې ښیې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې کمې  دي، په دې ډول چی  کیوبا د ایران ۱۵۷ تجارتی شریک  هیواد ګڼل کیږي.  البته اوس د ایران او کیوبا تر منځ په دیپلوماتیکو او خدماتي برخو کې او د سوداګریزو راکړو ورکړو له  لږ مقدار سره سره اوس د دفاع، اطلاعاتو او روغتیا په برخو کې څو تړونونه لاسلیک شوي دي.

همداشان د ایران او کیوبا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ستراتیژیک پروګرام سند د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د خونو د مشرانو لخوا لاسلیک شو. دغه سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې به مرسته وکړي.

څرګنده ده  چې د ایران او کیوبا په اقتصادی اړیکو کښې د خوراکی صنایعو، درمل جوړولو، کانونو، انرجۍ او د سیاحت په حوزوکښې د ګډې پانګونې فرصتونه موجود دی او د دواړو هېوادونو د چارواکو اراده هم د ملګرتیاو پراختیا ده. د کیوبا ولسمشر هم ایران ته خپل رسمي سفر "د دواړو هیوادونو د ګټو لپاره په مختلفو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یو فرصت په توګه ارزولی دی.