د ایران د امنیت شورا منشي:
له ګاوندیانو سره د اړیکو په پراختیا کې هېڅ محدودیت نه لرو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا منشي د عراق د پارلمان د مشر له مرستیال سره په کتنه کې وویل چي تهران له ګاونډیانو سره په اړیکو کې هېڅ محدودیت نه پېژني.
د عراق د پارلمان د مشر مرستیال محسن علي اکبر نامدار المندلاوي چي د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په موخه تهران ته راغلی وو، نن د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له منشي علي اکبري احمدیان سره ملاقات وکړ او د غزې، سیمې او دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مسائلو په اړه سلامشورې وکړې.
د ایران د ملي امنیت د شورا منشي د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورو اړیکو ته په اشارې سره، د تهران او بغداد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
احمدیان د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو په ضد د عراق د پیاوړي درېځ او له دغه رژیم سره د اړیکو جرمن ګڼلو څخه ستاینه وکړه او هیله وښوده چي د امریکایانو د وتلو لپاره د دې هېواد د پارلمان پریکړه هر څومره ژر چي کېږي عملي شي.
هغه زیاته کړه: د عراق په اساسي قانون کې د ګاونډیو په خاورې د برید ممنوعیت او په قانون باندې د ایران او عراق د امنیتي هوکړې بدلېدا، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحداتو کې د امنیت او ثبات لپاره مهم او کارنده اقدامات بلل کېږي.
د عراق د پارلمان د مشر مرستیال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه او لرغوني اړیکو ته په اشارې سره وویل: د عراق پارلمان او حکومت له ایران سره د اړیکو د لاپراختیا لپاره هڅه کوي او باید د سوداګریو او اقتصادي همکاریو په وړاندې خنډونه لیري کړای شي.
المندلاوی له عراق څخه د امریکایانو د وتلو د قانون عملي کېدا د دې هېواد د ولس پرحق غوښتنه وباله او وویل چي د دې پریکړې د عملي کېدو لپاره به هڅې جاري وساتي.