روسیې ته د ایران د ولسمشر دوهم سفر
ټاکل شوې ده چي د پنجشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په رسمي بلنې سره د یوه جګپوری سیاسي او اقتصادي پلاوی په مشری مسکو ته لاړ شي. د تهران او مسکو تر مینځ اړیکې، اقتصادي راکړې ورکړې، سیمه ایزې او نړیوالې چارې او په تېره بیا په غزې کې روانې وژنې هغه مسایل دي چي د ایران ولسمشر او ورسره پلاوی یې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې اترې کوي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال نه راپه دېخوا دا به روسیې ته د ایران د ولسمشر دوهم سفر وي، سید ابراهیم رئیسي له دې نه مخکې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې مسکو ته په خپل سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلی وو او ورسره د ایران او روسیې تر مینځ د اړیکو او په نړیوالې او سیمه ایزې سویې کې د هغه د اثراتو په هکله خبرې اترې کړي وي. د ایران ولسمشر هغه وخت کې ویلي وه چي د مسکو او تهران تر مینځ اړیکې د استراتیژیکو اړیکو په لور درومي. اوس د دوو کلونو په تېرېدو سره، بیا ځلې د ایران ولسمشر د خپل روسی سیال ولادیمیر پوتین په بلنې سره، مسکو ته روان دی. دا سفر په داسي حال کې تر سره کیږي چي له دې مخکې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره ورځ مسکو کې د کاسپین د سمندر د څنډو هیوادونو د ګډې ناستې په ترڅ کې د روسیې له خارجه وزیر سرګئی لائوروف سره کتلي وه او دواړه لورې د امریکې او د غربیانو له اقتصادي بندیزونو سره د مقابلې لپاره د همکاریو یوه تازه هوکړه لاسلیک کړه.
هم ایران او هم روسیه دواړه د امریکې او غربیانو له اقتصادي بندیزونو سره مخ دي، دا هغه مساله ده چي په هر اړخیزه او اوږدمهاله توګه د همکاریو لپاره د تهران او مسکو اراده له مخکې نه پیاوړې کړې ده، چي ښه مثال یې د شمال – جنوب کرېدور در امینځ ته کېدو لپاره د اړینو بېخ بنایي پروژو د عملي کولو لپاره د دواړو هیوادونو عملي اقدامات دي. د روسیې خارجه وزیر د شمال – جنوب کرېدو د اهمیت په هکله وویل: روسیه ایران سره د جنوب او شمال کرېدور د غځېدو، ټرانزیت او انرژیو په ډګرونو کې د تعامل غوښتونکی دی. له بلې خوا بیا وړاندې شوې شمېرنې هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د ودې ښودنه کوي، له ۲۰۲۰ میلادي کال نه بیا تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې، د ایران او روسیې سوداګریزې راکړې ورکړې دوه چنده شوې دي او په کال کې له ۲ اعشاریه ۲۲ میلیارد ډالرونه اوس ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته زیاته شوې ده، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې هم د ایران او روسیې تر مینځ اقتصادي اړیکې ۳۰ سلنه وده کړې ده. دا په داسي حال کې دی چي په مسکو کې د ایران د سفیر کاظم جلالي په وېنا، اوس مهال د تهران او مسکو تر مینځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ۶۰ سلنه په ملي اسعارو باندې تر سره کیږي. ښکاره خبره ده چي د سیمې او د نړیوالو مسائلو په وړاندې د ایران او روسیې ګډ دریځونه په تېره بیا د امریکا له یو اړخیز پالنې سره د مخالفت په ډګر کې او همدارنګه د منځني اسیا، قفقاز، یمن، عراق، سوریې په وړاندې ګډ نظر او ټروریزم سره ګډه مبارزه ښودنه کوي چي ایران او روسیه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو کې ګډې استراتیژیکې ګټې نغښتي دي.
په داسي حال کې چي د اسرائیل د رژیم په وړاندې د ایران او د روسیې نظرونه توپیر کوي، د فلسطین حالات او د غزې جنګ هغه موضوعات دي چي د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې چارواکې یې په اړه له یو بل سره د تعامل کوښښ کوي؛ په وروستیو اوونیو کې او په غزې باندې د اسرائیل د رژیم له پراخو بریدونو وروسته، د ایران او روسیې ولسمشرانو او د خارجه چارو وزیرانو څو ځلې سلامشورې کړي او د دواړو هیوادونو چارواکې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو د سملاسي بندېدو په ضرورت او له غزې څخه په ملاتړ باندې ټینګار کړي دي. په دې خاطر د فلسطین مساله او په غزې باندې د صهیونیست رژیم یرغل هم مسکو ته د ایران د ولسمشر د سفر په اجنډا کې شامله ده، او په اړه به یې سلامشورې وکړي. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له خپل روسی سیال پوټین سره په تماس کې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په ضد د روسیې د دریځ نیونو په ستایلو سره، ویلي وه: په غزه کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو دوام ته په کتو سره، په ټوله سیمه کې د جنګ د اور د غځېدو امکان شته او که داسي وشي نو حالات به له کنټروله ووځي په دې خاطر تمه لرو چي ټوله هیوادونه او نړیواله ټولنه منجمله روسیه چي د امنیت شورا دائمي غړې ده، د صهیونیست رژیم د جنایاتو په بندون کې کارنده رول ولوبوي.