د اسرائیلو وژونکی مشین باید په نړیوالو کوششونه سره بند شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142778-د_اسرائیلو_وژونکی_مشین_باید_په_نړیوالو_کوششونه_سره_بند_شي
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا عمومي منشي: باید په هراړخیزو نړیوالو هلوځلو سره، د فلسطین د مظلومو خلکو په وژله کښې د صهیونیسټي رژیم د جنګي مشین مخنیوی وشي.
(last modified 2023-12-07T04:30:47+00:00 )
Dec 07, 2023 04:10 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو وژونکی مشین باید په نړیوالو کوششونه سره بند شي

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا عمومي منشي: باید په هراړخیزو نړیوالو هلوځلو سره، د فلسطین د مظلومو خلکو په وژله کښې د صهیونیسټي رژیم د جنګي مشین مخنیوی وشي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا عمومي منشي په ملګرو ملتو کښې د چین د حکومت د مثبت رول او د فلسطین له مظلومو خلکو د دغه هیواد د ملاتړ په قدرونې سره وویل: باید په هراړخیزو نړیوالو هلوځلو سره، د فلسطین د مظلومو خلکو په وژله کښې د صهیونیسټي رژیم د جنګي مشین مخنیوی وشي.

علي اکبر احمدیان پرون مازیګر په تهران کښې د چین د کمیونسټ ګوند د مرکزي کمیټې د نړیوال وزیر «لیوجیان چائو» په کتنه کښې، همداشان د ایران او چین ترمینځ د ۲۵کلن سټراټیجک تړون په چوکاټ کښې په سیاسي، اقتصادي او سوداګري ډګرونو کښې د دوه اړخیزو اړیکو په لوړولو ټینګار وکړ.

د چین د کمیونسټ ګوند د مرکزي کمیټې دغه بین المللي وزیر هم د ختیځ او لویدیځ د ارتباطي پل او د (یو کمربند، یوه لاره) نومې سټرې پروژې د مهمې برخې په توګه د ایران رول ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاؤ هراړخیزې پراختیا ته د چین چمتووالی اعلان کړ.

Image Caption