هیڅ یو اقدام د اسرائیل د رژیم اعتبار نه شي ستنولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143004-هیڅ_یو_اقدام_د_اسرائیل_د_رژیم_اعتبار_نه_شي_ستنولای
د ایران د پارلمان مشر وویل:  هغه ماته چي صهیونیست رژیم د اکټوبر په اووهمې نیټې له حماس څخه خوړلې ده په هیڅ ډول اقدام سره نه شي جبرانېدای.
(last modified 2023-12-11T21:39:48+00:00 )
Dec 11, 2023 10:06 Asia/Kabul
  • هیڅ یو اقدام د اسرائیل د رژیم اعتبار نه شي ستنولای

د ایران د پارلمان مشر وویل:  هغه ماته چي صهیونیست رژیم د اکټوبر په اووهمې نیټې له حماس څخه خوړلې ده په هیڅ ډول اقدام سره نه شي جبرانېدای.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د جرګې په عمومي غونډه کې جوته کړه: په تېرو ورځو کې اسرائیل رژیم د امریکا په بشپړه ملاتړ سره په غزې کې په عامو خلګو او همدارنګه د روغتونونو او ښوونځیو په شمول په ټولو عامو تاسیساتو باندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: اسرائیل رژیم په غزې کې د عامو خلګو وژنې ته د امریکا په فوځي، ډیپلماټیک او رسندویې ملاتړ سره دوام ورکوي.

قالیباف ټینګار وکړ: نن سبا د نړۍ عامه افکار له پخوا نه زیات له صهیونیست رژیم څخه کرکه کوي او د هغوی دروغجن برم د هغوی د ملګرو په نزد هم له مینځه تللی دی.

د ایران د پارلمان مشر یادونه وکړه چي مسلمانان او د نړۍ ازادي غواړي ولسونه له خپلو حکومتونو څخه تمه لري چي د امنیت شورا په څېر نړیوالو ارګانونو ته اجازه ور نه کړي چي د امریکا په زور وینو سره، د صهیونیست رژیم په جنایاتو سترګې پټې کړي.