امیر عبداللهیان کویټ ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143316-امیر_عبداللهیان_کویټ_ته_ولاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د کویټ هېواد د مرحوم امیر د مړینې په مناسبت د دغه هېواد له حکومت او ملت سره د تسلیت او خواخوږۍ د شریکولو په موخه کویټ ته ولاړ.
(last modified 2023-12-17T09:31:34+00:00 )
Dec 17, 2023 13:58 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان کویټ ته ولاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د کویټ هېواد د مرحوم امیر د مړینې په مناسبت د دغه هېواد له حکومت او ملت سره د تسلیت او خواخوږۍ د شریکولو په موخه کویټ ته ولاړ.

د کویت محکمې د شنبې په ورځ (دسمبر ۱۶) خبر ورکړ چې د دغه هېواد امیر شیخ نواف الاحمد الصباح د ۸۶ کلونو په عمر ومړ.

د کویت د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح د دغه هیواد د نوي امیر په توګه وټاکل شو.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی په استازیتوب د کویت د مرحوم امیر شیخ د مړینې په مناسبت د کویت له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب د څرګندولو په موخه نن له تهران څخه کویټ ته روان شو.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په دغه سفر کې د کویټ له لوړ رتبه چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هم خبري وکړي.