د راسک خونړۍ پېښه او تر شا یې هدفونه
د دغه ترهګریز برید دویم هدف د اسلامی نړۍ په تیره بیا د ایران د اسلامی جمهوریت دختیځ ګاونډیانو په شمول له خپلو ګاونډیانو سره د غږملتیا ګډوډول دی
د جمعې په ورځ (دلیندۍ ۲۴- د دسمبر ۱۵) یوشمیرترهګرو د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د راسک ولسوالۍد پولیسو په مرکز برید وکړ چې په ترڅ کې یې یو شمېر کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول. له دغې ترهه ګرې پېښې لږ وروسته د جیش الظلم ترهګرې ډلې د دغه بزدلانه او ناځوان مردانه برید مسوولیت په غاړه واخیسته او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو سهار دوه بجی د راسک په ښار کې د فراجا(د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قوماندانۍ) په مرکز برید وکړ.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د دغه ترهګریز برید او د دولسو پولیسو له شهادت وروسته خالی په ورځ عمومی ویراعلان شو.
د ایران ولسمشر ښاغلی رئیسی د راسک د پولیسو په قوماندانۍ له ترهه ګرۍ حملې وروسته د ایران خلکو او د هغو شهیدانو له کورنیو سره یې چې په دغه بزدلانه اوناځوان مردانه اقدام کښې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړل خواخوږۍ څرګنده کړه. سید ابراهیم رئیسي له امنیتي ځواکونواو پولیسو وغوښتل چې د دغه ناوړه جنایت عاملین او امران ژر تر ژره وپيژني او د دې شرمناک عمل سزا دې ورکړي .
د ایران د کورنیو چارو وزیر هم د شنبې په ورځ په راسک ښار کښې د ترهه ګرو حملو د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کښې وویل دغه ګران ځوانان د ځمکې د ترټولو ظالمو کسانو له خوا په شهادت ورسیدل او ټینګار یې وکړ: ترهګرې ډلې او غلیمان باید پوه شی دا چې د ازمویل شوي ازموينه تیروتنه ده، دغه انقلاب د وطن په دفاع کې ډېر شهیدان ورکړي او په دې لار کې ثابت قدم دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایران په ختیځو پولو کې د سیستان او بلوچستان پر پولیسو او خلکو بریدونه کیږي. له دې مخکې هم د جیش الظلم ډلې په شمول مختلفو ترهګرو ډلو په سیستان او بلوچستان کښې په عامو خلکو او د پولیسو په ځواکونو په حملو سره یو شمېر ایرانی ښاریز شهیدان کړي دي. خو دا چې په اوسنیو حالاتو کې د دغه ډول خونړي برید شاهدان یو، د نړیوالو او سیمه ییزو شرایطو له مخې د دغه برید موخې او عوامل له څو اړخونو ارزول کېدای شي:
لومړی ټکی دا دی چې د امریکا د زیات نه زیات دباو له ناکامۍ وروسته د ایران په اسلامی جمهوریت د زیاتو امنیتی فشارونو په لړکښې د ایران دباو لاندې راوستل دی. په دغو خوځښتونو کښې د امریکا، انګلستان او اسرائیلو پراخې ملګرتیاوې شتون لری او د ایران جنوب ختیځې، او لویدیځې سرحدی سیمې یې د خپلو جاسوسی او پوځی فعالیتونو مرکز ګرځولې دی، څو د دغو سیمو په تیره بیا د سیستان او بلوچستان ولایت امنیت ګډوډ کړی . د ایران اسلامی جمهوریت تر اوسه په دې لړ کښې ګڼ شمیر جاسوسان او ترهګر نیولی او د هغوی د اعمالو سزا یې ورکړی ده ، لکه څرنګه چی په دې وروستیو کښې د موساد په شمول له بهرنیوجاسوسي ادارو سره د اړیکو لرلو په تور په اعدام محکوم شوی کس پانسی شو. تېره میاشت یو شمېر نور دغه جاسوسان د جیش الظلم له ترهګرې ډلې سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم شول. دغه کسان د انقلاب محکمې له خوا د جیش الظلم ډلې د غړیتوب، د زاهدان د ۱۲ امنیتی حوزې په تروریستی اقدام کې د ګډون او د پولیسو په لارې کې د بم چاودنې ،په فساد فی الارض ، د پوليسو د ګزمې پر موټر چې څو تنه يې ټپيان کړل، د عمومي او دولتي املاکو د تباه کولو او د بم جوړولو د وسايلو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی وو.
د دغه ترهګریز برید دویم هدف د اسلامی نړۍ په تیره بیا د ایران د اسلامی جمهوریت دختیځ ګاونډیانو په شمول له خپلو ګاونډیانو سره د غږملتیا ګډوډول دی .د ایران د اسلامي جمهوریت د دیارلسم حکومت یو لومړیتوب د ایران او پاکستان په شمول له ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو ټینګول او د تجارتي او پوځي همکاریو پراختیا ده. په وروستیو میاشتو کې له افغانستان او پاکستان سره د ایران په اړیکو کې بې ساری پرمختګ لیدل شوی دی. له افغانستان او پاکستان سره د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتصادی، تجارتی، کلتوری او پوځی پلاویو پرله پسې تبادلې او لیدنې، د پاکستان او ایران د سرحدی چارواکو د امنیتی ناستو، د هغوی د همغږۍ، د څو سرحدی بازارونو د جوړولو اوپه پایله کې له دغو دوو هېوادونو او د سیستان او بلوچستان په ولایت کې نسبي ثبات داسې ندي چې د سیمې د هېوادونو دښمنان یې په اسانۍ وزغملی شي . په نتیجه کې هڅه کوي چې په دې ډول بریدونو سره د یو بل په وړاندې د دغو هیوادونو د چارواکو ترمنیځ شک او بدګمانۍ ته لمن ووهي .
دریم ټکی د ایران په سیستان او بلوچستان کې د شیعه او سني، بلوڅو او غیر بلوڅو تر منځ د مذهبي او قومي اختلافاتو رامنځته کول دي. له یوې خوا د جیش الظلم په څېر ترهګرې ډلې په دروغو ځانونه د بلوڅو د خلکو استازي معرفي کوي او د بلوڅو د خلکود حقوقو ادعاکوي، په داسی حال کی چی په خپلو بریدونو کې بې ګناه خلک وژني او له بلې خوا ځینې قومي او مذهبي شخصیتونه چې د دښمنانو لاس پوڅي دي عم هڅه کوي په خپلو دوه اړخیزو او معنی دارو خبرو سره په سیستان او بلوچستان کې مذهبي او قومي اختلافاتو ته لمن وهي. خو د دغو سیمو د خلکو او چارواکو په هوښیارۍ سره د دوی دسیسې شنډ شوي او وخت په وخت هم هڅه کوي چې په دغه ډول خونړیو بریدونو سره خپل ناکامه اهداف ترلاسه کړي. لکه څنګه چې د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغې وروستۍ پیښې په غبرګون کښې په خپله وینا کښې وویل زمونږ د مبارزانواراده به ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې یوه شیبه هم ارامښت ولرلې شي وویل دښمنان هڅه کوي چې د شیعیانو او اهل سنتوترمینځ تفرقه واچوي خو نن تاسو وینئ چې شیعه او سني یو د بل تر څنګ متحد اومنسجم دیوه بل په څنګ کې د جنازې په مراسمو کې حاضر دي او د دښمنانو کړنې هیڅ ځای نه لري.
په هر حال اوس چې له یوې خوا د غزې په مسله کښې د مسلمانو ملتونو ترمینځ یو ډول غږملتیا رامینځته شوې ده او له بلې خوا د ایران د اسلامی جمهوریت او د هغه د ګاونډیانو ترمینځ اړیکې په سمه لاره او د پرمختګ په حال کښې دی . د دښمنانو دسیسې هم په هر اړخیزه توګه زیاتې شوي دي او د دې لپاره پکار ده چې د سیمې د هیوادونو دولتونه او ولسونه خپل ځانونه بیدار وساتي او د دښمنانو له دسیسو ونه غولیږي او د دې تر څنګ د بشري حقوقو نړیوال بنسټونه هم دنده لري چې دا ډول بریدونه او د ترهګرو ډلو فعالیتونه وغندي ترڅو ولسونو ته سوله، امنیت او ارامښت راولي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ماښام په یوه بیانیه کښې وویل: ملګرو ملتو د ایران د اسلامی جمهوریت په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د پولیسو په مرکز باندې د نن ورځې حمله چی جیش العدل ډلی یی مسولیت پرغاړه اخیستی دی او د راپورونو پر اساس لږ تر لږه ۱۱ تنه پکی وژل شوي، په کلکه غندي او د دې برید د عاملینو د محاکمې پر ضرورت ټینګار کوي.
هغه په دوام کی د دغه برید د عاملینو پر محاکمه کولو د ټینګار په ترڅ کی غوښتنه وکړه چې د دغه برید عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي .