د یمن انصار الله د صهیونیسټانو پر حیاتي شاهرګ دباؤ اچولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143370-د_یمن_انصار_الله_د_صهیونیسټانو_پر_حیاتي_شاهرګ_دباؤ_اچولی_دی
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د سیاسی چ ارو سلاکار ووئيل، نیواکي ټاټوبو ته دکشتیو د تګ راتګ په محدودولو کې دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو شجاعانه اقدام،د صهیونیسټانو پر حیاتی شاهرګ ګوته ټينګه کړې ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 18, 2023 12:58 Asia/Kabul
  • د یمن  انصار الله د صهیونیسټانو پر حیاتي شاهرګ دباؤ اچولی دی

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د سیاسی چ ارو سلاکار ووئيل، نیواکي ټاټوبو ته دکشتیو د تګ راتګ په محدودولو کې دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو شجاعانه اقدام،د صهیونیسټانو پر حیاتی شاهرګ ګوته ټينګه کړې ده.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی دی ،د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سیاسی سلاکار امیر الحبر علی شمخانی  پخپل ایکسې پاڼې کې  لیکلي دي، نیواکي  ټاټوبو ته د کشتیو د تګ راتګ  په محدودولو کې  د یمن  دانصارا...  د  مبارزانو شجاعانه اقدام د وحشي صهیونیسټانو پر شاهرګ  ګوته ټينګه کړې ده  او  له دغه اقدام سره د مقابلې لپاره د دماریکا له ائيتلاف سره د هریوه هیواد یو ځای کیدا د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په وسیله په ماشوم وژنې کې نیغ په نیغه ګډون دی .

په وروستیو اونیو کې دغزې تړانګې په ضد اسرائيلي وحشي رژيم  د حملو له سختیدا سره په یووخت ، دی من پوځ پر هغو اسرائيلي کشتیو  باندې  چې  په سرۀ سمندر کې  له باب المندب تنګي څخه  دتیریدا نیّت لری ،ډګر لاتنګ کړی دی .

 ددغه تنګې  له  هغې لارې د نړیوال تجارت څلویښت فیصدي برخه ترسره کیږي،چې د یمن ،د عربستان ټاپووزمې په جنوب لویدییځ  او افریقا لوئې وچې  ترمینځ  تیریږي.

د فلسطین له مظلومو خلکو څخه دملاتړ په لړ کې  د اسرائيلو په لور د بار وړونکو کشتیو  د تیریدا دمخنیوی لپاره  دیمن  دپوځ بشپړډګر  ته واریدیدا ، ددغه وحشي او جنایتکار  رژيم اقتصاد په جدي بڼه  له خطرې سره مخ کړی دی،تردې  چې د ایلات بندر په لور دتلونکو کشتیو باندې حمله یا دریدا سبب شوې څو تل ابیب  د امریکا لمن ته لاس واچوي.