یمن یو خپلواکه نړیوال لوبغاړی دی
: نړیوال لوبغاړي د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم د نسل وژنې د مخنيوي لپاره بايد خپل ټول توان وکار وي او د دغې سيمې د ظالمانه محاصرې د ختمولو او د غزې له خلکو سره بې له شرطه مرستې پیل او د غزې د خلکو له دننه او بهر د جبري بې ځايه کېدو سره مقابله وشي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل: د یمن حکومت په نړیواله سطحه یو خپلواکه لوبغاړی دی او دا سمه نه ده چې د هغوی کړنې په نورو پورې وتړل شي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د خارجه وزارت سیاسی مرستیال«علی باقری کنی» چې جاپان ته په سفر تللی د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو په هکله په یوه خبری غونډه کښې زیاته کړه: نړیوال لوبغاړي د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم د نسل وژنې د مخنيوي لپاره بايد خپل ټول توان وکار وي او د دغې سيمې د ظالمانه محاصرې د ختمولو او د غزې له خلکو سره بې له شرطه مرستې پیل او د غزې د خلکو له دننه او بهر د جبري بې ځايه کېدو سره مقابله وشي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال څرګنده کړه: د فلسطین خلک سرپرست ته اړتیا نه لري، نو که د لویدیځې اسیا په سیمه کښې سوله او ثبات ټینګ شي، د فلسطین د خلکو نظر لومړیتوب او نظر باید اساس وي، ځکه چې د فلسطین د مسئلې د حل لپاره په پلانونو او نمونوکې ورکه شوې حلقه چې تر اوسه ۷۵ کاله تېر شوي دي او نتیجی ته ندي رسیدلي ، د خپل برخلیک په ټاکلوکی د فلسطینی ولس غیبت دی .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په غزې تړانګې کښې د جنګ په هکله له جاپان د ایران د تمو په باره کښې وویل، په غزې باندې د یرغل د بندولو په اړه د عمومی اسمبلۍ د پریکړه لیک لپاره د جاپان د رای اهمیت ته په پام سره، طبیعی ده چې د جاپان حکومت دخپل رول او نړیوال ځای ته په پام سره په غزه کې د جګړې د بندولو هڅه وکړي، نو تمه ده چې تر هغه وخته پورې چې صهیونیسټ رژیم د فلسطین د خلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکړي، نور هیوادونه له اسرائیلو سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.