امریکا باید په ایران باندې لګېدلي بندیزونه لیري کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143412-امریکا_باید_په_ایران_باندې_لګېدلي_بندیزونه_لیري_کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د برجام د ایټمې نړیوالې هوکړې په هکله په خپل وروستی راپور کې وویل:  امریکا باید په ایران باندې لګولي بندیزونه لیري کړي او د ایران د تیلو د معاملاتو معافیت وغځوي.
(last modified 2023-12-19T05:36:02+00:00 )
Dec 19, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • امریکا باید په ایران باندې لګېدلي بندیزونه لیري کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي د برجام د ایټمې نړیوالې هوکړې په هکله په خپل وروستی راپور کې وویل:  امریکا باید په ایران باندې لګولي بندیزونه لیري کړي او د ایران د تیلو د معاملاتو معافیت وغځوي.

د تسنیم له راپور سره سم، تېره شپه د امنیت شورا په غونډه کې د برجام د ایټمي هوکړې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیوګوتریش چمتو شوی راپور د یاد سازمان د سیاسي چارو د مسئولې رزماری دي کارلو له خوا وړاندې شو.

هغه ې وویل چي د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې باور دی چي د ایران د ایټمي پروګرام له سوله ایز پاته کېدو څخه د ډاډمنتیا لپاره تر ټولو غوره لاره د برجام د هوکړې عملي کېدا ده.

ګوتریش د برجام له نړیوالې هوکړې څخه د امریکا وتلو او د اروپایيانو وعده خلافی ته له اشارې پرته، ادعا کړې ده چي ایران باید د برجام د هوکړې له لغوه کېدو نه وروسته، اوچت شوي ګامونه بیرته ستنه کړي او د یادې هوکړې چوکاټ ته راوګرځي.

هغه د راپور په یوه بله برخه کې یادونه کړې ده چي امریکا باید په ایران باندې لګولې بندیزونه لیري کړي او د ایران د تیلو د صادراتو پورې اړوند معافیت وغځوي څو د برجام د هوکړې د برحاله کېدو لپاره زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا او د غربیانو په ملاتړ کې په ایران باندې ځینې بې بنیاده تورونه ولګول خو د ایران دائمي استازی سعید ایرواني د دغو تورونو په ردولو سره وویل:  ایران د برجام له هوکړې څخه د امریکا له وتلو او د اروپایي هیوادونو له خلافورزی څخه وروسته، د همدغه هوکړې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې، خپلې ژمنې راکمې کړي دي.

هغه یادونه وکړه چي د برجام د نړیوالې هوکړې په ۲۶ او ۳۶ بندونو کې راغلې دی چه که په ایران باندې نوې بندیزونه ولګول شي او یا هم زاړه بندیزونه برحاله شي، نو ایران حق لري چي د برجام په چوکاټ کې تر سره کړې ژمنو څخه لاس واخلي.

 ایرواني وویل چي که امریکا او  غربي هیوادونو په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي او بندیزونه لیري کړي ایران کولایشي په خپلو ایټمې فعالیتونو کې د برجام د هوکړې چوکاټ ته ورستون شي.