د صهیونیست رژیم د نه ماتېدو افسانه ختمه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143416-د_صهیونیست_رژیم_د_نه_ماتېدو_افسانه_ختمه_شوه
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د دې په بیانولو چي د صهیونیست رژیم د نه ماتې افسانه ختمه شوې ده، وویل: د غربیانو او د امریکایانو پراخ ملاتړ هم صهیونیست رژیم له ماتې څخه نه دی بچ کړی.
(last modified 2023-12-19T05:59:03+00:00 )
Dec 19, 2023 10:27 Asia/Kabul
  • د صهیونیست رژیم د نه ماتېدو افسانه ختمه شوه

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د دې په بیانولو چي د صهیونیست رژیم د نه ماتې افسانه ختمه شوې ده، وویل: د غربیانو او د امریکایانو پراخ ملاتړ هم صهیونیست رژیم له ماتې څخه نه دی بچ کړی.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د جرګې په عمومي غونډه کې وویل:  په غزې کې د بې ګناه فلسطینيانو په وړاندې د صهیونیست رژیم د جنایاتو دوام په سختو ټکو سره غندو.

هغه وویل: امریکا او ورسره ملګرو هیوادونو ته چي په خپل ټول وس سره، د اسرائیل د رژیم له جنایاتو، رسندویې، مالي، فوځي او ډیپلوماټیک ملاتړ کوي، یادونه کوو چي د اسرائیل د رژیم د نه ماتې افسانه نور ختمه شوې ده او ستاسو ملاتړ دغه جنایتکار رژیم نه شي ژغورلای.

د ایران د پارلمان مشر زیاته کړه: د دغه غیرانساني کړچار دوام به په نړیواله کچه کې د غربیانو د رسوا کېدو لامل شي او حکومتونه به یې د خپل ولس په نزد هم بې عزته شي.

قالیباف وویل د اسلامي او عربي هیوادونو چارواکي او مشران د اسلامي امت په وړاندې له یوې تاریخې ازموینې سره مخامخ دي، او له تشو شعارونو څخه په ډډه کولو سره باید په خپل دیني، انساني او ملي مسئولیتونو باندې عمل وکړي ځکه تر اوسه پورې په دغه ازموینه کې سرلوړي شوي نه دي.