په ایران لګیدلي تورونه حقیقت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143472-په_ایران_لګیدلي_تورونه_حقیقت_نه_لري
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په دې خبرې په ټینګار سره چې د اسلامي شورا د ستراتیژیک اقدام قانون د ایران د بندیزونو د لیرې کولو په لړ کی دې ، وویل د ایران د ایټمي پروګرام په اړه د لویدیځو هیوادونو تورونه حقیقت نلري.
(last modified 2023-12-20T06:00:33+00:00 )
Dec 20, 2023 10:27 Asia/Kabul
  • په ایران لګیدلي تورونه حقیقت نه لري

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په دې خبرې په ټینګار سره چې د اسلامي شورا د ستراتیژیک اقدام قانون د ایران د بندیزونو د لیرې کولو په لړ کی دې ، وویل د ایران د ایټمي پروګرام په اړه د لویدیځو هیوادونو تورونه حقیقت نلري.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن  د حکومتي کابینې د غونډې په څنډه کښې خبریالانو ته د ایران د ایټمي پروګرام د وروستي وضعیت په هکله وویل: د نړیوال ایټمي انرژی اژانس  راپور په سیاسی مسلواخښل شوی  او ځینو اروپایی هیوادونه هم زیاته غوښتنه لري ، دا یوه ښکاره مسله ده ، خو هغه مسله چی موجوده ده هغه دا ده چی د آژانس او ​​ایران تر منځ اړیکی د این پی ټی او پادمان  په چوکاټ کی دی او دوی د ایران  د اټومي پروګرام څارنه کوی.

اسلامی وویل: د ایټمی موافقې نورې خواوې باید د ایران په شان خپلو دندو ته ژمنې  وی، ځکه ایران  په خپلې ژمنې  پوره کړی او هرکله چې  هغو خپلو مژمنو ته ستانه شی، ایران به هم خپلو ژمنوته ستون  شی.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: د اسلامی شورا د ستراتیژیک اقدام قانون  هم په طبیعی توګه له ایران د بندیزونو لیرې کول دی او د ایټمی انرجۍ سازمان د دغه قانون په چوکاټ کښې ایټمی پروګرام پرمخ بیایی.