امریکا او اسرائیل د جنایتونو اصلي عاملان دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143560-امریکا_او_اسرائیل_د_جنایتونو_اصلي_عاملان_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د پارلمانونو د استازیو په غونډې کښې ګډون کونکو ټینګار وکړ: له صهیونیسټ رژيم څخه د امریکا ملاتړونه د فلسطین د خلکو پرضد د جنایتونو د دوام اصلي عامل دي.
(last modified 2023-12-21T21:22:33+00:00 )
Dec 22, 2023 01:49 Asia/Kabul
  • امریکا او اسرائیل د جنایتونو اصلي عاملان دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د پارلمانونو د استازیو په غونډې کښې ګډون کونکو ټینګار وکړ: له صهیونیسټ رژيم څخه د امریکا ملاتړونه د فلسطین د خلکو پرضد د جنایتونو د دوام اصلي عامل دي.

د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د پارلمانونو د ښځو او د کورنیو د بشري حقوقو د کمیټۍ اینټرنیټي غونډه د فلسطین او د غزې تړانګې د ماشومانو او د ښځو د حالت په چورلیزتوب سره د ایران د اسلامي شورا د ښځو د فراکسیون په غوښتنه او کوربه توب سره پرون د اینټرنیټ له لارې ترسره شوه.

په دغه غونډې کښې د دولسو ګډون کونکو هیوادونو له استازیو څخه د ایران د فلسطین د بحرین د ترکیې د انډونیزیا او د لیبیا استازیو د خپلو لیدتوګو او غوښتنو په بیانولو سره د فلسطین او د غزې د موضوع په هکله خبرې وکړې.

د ایران د اسلامي شورا د ښځو او د کورنۍ د فراکسیون مشرې میرمن «فاطمه قاسم پور» په دغه غونډې کښې وویل امریکا او د صهیونیسټ رژیم ملاتړي هیوادونه له صهیونیسټ رژیم څخه د پراخو مالي ، وسله والو او د سیاسي ملاتړونو په دلیل د فلسطین او د سیمې د خلکو پرضد جنایتونو کښې شریک ګڼل کیږي او باید نړیوالې ټولنې ته ځواب ویونکي ووسي.

هغې وویل د اسلامي هیوادونو د استازیو په توګه دنده لرو چې د فلسطین له مظلومو خلکو سره د خواخوږۍ په ترڅ کښې له نورو انسانانو سره د مرستې لپاره عملي لارې چارې تعقیب کړو.