په تهران کې خلګو د صهیونیست رژیم په ضد مظاهر ه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143798-په_تهران_کې_خلګو_د_صهیونیست_رژیم_په_ضد_مظاهر_ه_کړې
د تهران د ښار په فلسطین میدان کې ګڼ شمېر خلګو له فلسطین څخه په ملاتړ کې مظاهره کړې او په سوریې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د سپاه پاسداران د فوځي سلاکار د ټرور د غچ اخیستلو نعرې وهلې دي.
(last modified 2023-12-26T09:34:02+00:00 )
Dec 26, 2023 14:00 Asia/Kabul
  • په تهران کې خلګو د صهیونیست رژیم په ضد مظاهر ه کړې

د تهران د ښار په فلسطین میدان کې ګڼ شمېر خلګو له فلسطین څخه په ملاتړ کې مظاهره کړې او په سوریې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د سپاه پاسداران د فوځي سلاکار د ټرور د غچ اخیستلو نعرې وهلې دي.

له هغه وروسته چي صهیونیست رژیم په سوریې کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو یو قومندان چي د مقاومت د ملاتړ مسئول او فوځي سلاکار وو، ټرور کړ، خلګو په تهران کې د اسرائیل د رژیم په خلاف مظاهرې وکړې.

لاریوانوالو د اسرائیل د رژیم په ضد د شعارونو په ورکولو سره، د فلسطین د ملاتړ په ضرورت ټینګار وکړ او د بریالي فلسطین او مړه دې وي اسرائیل شعارونه ورکړ.