د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
ګرانو دوستانو نن به لومړۍ د تهران چاپ د« کیهان »ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.
د امریکا بیزنس اینسایډر(Business Insider) اینټرنیټ پاڼې په یوه خبر کښې خبرداری ورکړ چې د روسیې او د چین پوځي ائتلاف امریکا له مینځه وړي.
په نولس سوه یونویم میلادي کال کښې د پخواني شوروي له دړې وړې کیدا وروسته امریکا د خپلو متحدانو د دفاع لپاره په ټوله دنیا کښې د عسکرو په دیره کولو سره د نړۍ یوازنی ستر قدرت و خو د روان میلادي کال په وروستیو کښې د روسیې د چین او د ایران وغیره په شان هیوادونو سره چې نیت لري امریکا له پښو وغورځوي دغه معادله ګډوډیږي.
په سوریې کښې د مقاومت د چورلیز د ملاتړ یوه لوړ پوړي چارواکي او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په قدس ځواک کښې د شهید قاسم سلیماني د یوه ملګری سید «رضوي موسوي» شهادت په سیمه او نړۍ کښې د مقاومت د چورلیز د ځواکونو لخوا سخت غبرګونونه لرلي دي او مقاومت ځواکونو ویلي دي چې د رضي موسوي د وینې بدل اخلو.
د ایران د خارجه وزیر د اقتصادي ډيپلوماسۍ مرستیال له اوراسیا سره د ازاد تجارت د موافقې لاسلیک کیدل نوی افق وباله چې د هغې له لارې ایران له شانګهايي ملګرتیا موسسې ، ایکو اقتصادي موسسې او بریکس ډلې سره وصلیږي.
په سره سمندر کښې د صهیونیسټ رژیم په دوو کشتیو باندې بریدونه شوي دي یوه کشتۍ نیول شوي او بله تباه شوي ده.
د انګلستان د سمندري تجارت یوې ادارې هم وویل چې د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر په لویدیځ کښې یې په یوې کشتۍ باندې د حملې په هکله یو راپور ترلاسه کړی دی.
د اذربایجان جمهوریت خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې په باکو کښې د فرانسې د سفارت د دوو کارکونکو د ایستلو خبر ورکړ.
د دغه کارکونکو د ایستلو دلیل د خپل کار او د مقام په هکله غیر حرفه اي او ناسازګاره کړچارونه اعلان شوی.
له انګلستان څخه د نویو ترلاسه شویو راپورونو پراساس چې هغه د حمام کولو مسله نومولای شو د بریتانیا کابو شل لکه خلک وايي چې د سپمه او بچت لپاره نه لمبي.
د انګلستان د حکومت د رسمي شمیرنو پراساس د برتیانیا ښاریز د ژوند د لګښتونو د زیاتیدا د کړکیچ په وجه مجبوره دي په انرژۍ کښې بچت وکړي تر دې چې په انګلستان کښې د حمام کول په یوې مسلې بدل شوي دي.
«یاهو نیوز» په یوه راپور کښې وویل د امریکا د دیرشو ایالتونو په حکومتي ادارو کښې د چین په «ټیک ټوک» ټولنیز انیټرنیټ سایټ باندې بندیز لګول شوی دی.
د اوکراین حکومت له روسیې سره د جنګ د دوام په هکله له خپلې فیصلې سره په یووخت وویل د عسکرۍ د خدمت عمر له اوویشتو کلونو څخه پینځویشتو کلونو ته کمیږي.
د اوکراین د نن ورځې لومړیتوب د نړیوالو مرستو د جذبولو او په داخل کښې د عسکرۍ لپاره د خلکو د راوستلو لپاره هڅه ده.
په دغو دوو هدفونو کښې د اوکراین ولسمشر زلنسکي له ډیرو سختو خنډونو سره مخامخ دی او اروپا او امریکا اوس اوکراین ته د وسلو او د مالي مرستو له استولو لپاره له قانوني مشکلاتو سره مخامخ دي.
د اسرائیلو د پوځ پخواني لوی درستیز «دان خالوتس»،وویل حماس غورځنګ بریالی شوی دی او د اسرائیلو بریالیتوب به د لومړي وزیر نتانیاهو نسکورول وي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ پخوانی لوی درستیز «دان خالوتس»، او هم د اسرائیلو د پوځ جنرال اسحاق بریک وویل امکان نلري چې وکولای شو حماس ته ماتي ورکړو او تراوسه په جنګ کښې فلسطینیان بریالي دي نه دا چې صهیونیسټان.
د غزې جنګ دریمې میاشتې ته رسیږي او د هغو راپورونو پراساس چې په خپله یې صهیونیسټ رژیم خپروي دغه رژیم خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی.
په نایجریا کښې په شلو کلیو باندې د وسله والو غلو په حملې کښې یوسل دیارلس کسان وژل شوي او درې سوه نور ژوبل شوي دي.
()
ګرانو ملګرو اوس به د تهران چاپ د «اطلاعات» ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه مخالف مشر «الکسي ناوالني» په هکله له دریو اونیو بې خبرۍ او په دې اړه د ملګروملتونو او د لویدیځو هیوادونو د چارواکو له ډيرې اندیښنې وروسته راپورونه وايي چې پوتین هغه شمالي قطب ته انتقال کړی دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او د تجارت د وزارت سرپرست «نورالدین عزیزي» وویل د افغانستان پانګه والو په ترکیې ، متحده عربي اماراتو او پاکستان کښې څه د پاسه یوسل پنځوس میلیارډه ډالره پانګونې کړي دي.
هغه وویل طالبان هڅه کوي د افغانستان د دغو ټولو پانګه اچونکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي چې هغوې وکولای شي خپلې پیسې افغانستان ته انتقال کړي.
د امریکا بیزنس اینسایډر خبري سایټ په یوې شننې کښې د چین او د روسیې د پوځي ائتلاف په هکله وویل تر څو لسیزو پورې د امریکا پوځي قدرت له چیلنج سره نه و مخ خو اوس د روسیې او د چین پوځي ملګرتیا د امریکا پرضد تر ټولو ستر ګواښ ده.
د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر « الی کوهن» د ملګروملتونو د کارکونکو د ویزو د نه تمدیدولو خبر ورکړ او ویې ویل له ملګرو ملتونو سره ملګرتیا ختموو.
په داسې شرایطو کښې چې د ملګروملتونو په شمول د نړیوالو ارګاونو د چوپتیا په سیوري کښې د غزې د بې دفاع ښځو او ماشومانو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه دوام لري د دغه رژیم خارجه وزیر د دغو ارګانونو چوپتیا کافي ونه بلله او له اسرائیلو د دغو ارګانونو د هراړخیزه ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
په سیمه کښې د مقاومت یعني د لبنان حزب الله ، د عراق النجباء ، د فلسطین جهاد اسلامي، د فلسطین د ازادۍ لپاره ولسي جبهې او دسوریې قومي ټولنیز ګوند د دمشق په زینبیه سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم په دوه ورځې مخکې توغندوي حملې کښې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د یوه مخینه لرونکي پوځي سلاکار« سید رضي موسوي» شهیدول وغندل او د سیمې د مقاومت ډلو په لاس د دغه رژیم د نابودیدا په حتمي توب یې ټینګار وکړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې خبرې سره چې د اسرائیلو په کشتیو باندې د یمن د ځواکونو له حملو سره د مقابلې لپاره د سمندري ائتلافق د جوړولو په هکله د امریکا د دفاع وزیر له اعلان وروسته عربستان له دغه ائتلاف سره یوځاې نشو وویل عربستان په سره سمندر کښې د امریکا په ائتلاف کښې ګډون کولو ته ګروهنه نلري او د هغه پرځاې داخلي امنیت او اقتصادي پراختیا ته ترجیح ورکوي.
()
قدرمنو ملګرو اوس به د ځینو بهرنیو رسنیو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
د «ماډرن ډیپلوماسۍ» مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: د امریکا له حضور وروسته پر طالبانو د اګاهانه څار اهمیت.
مجله لیکي، د طالبانو د فعالیتونو په اړه پخوانیو تجربو ته په پام دا مهمه ده چې هغوی تل تر څارنې لاندې وي.
د مجلې په وینا. په شلمه پیړۍ کې د طالبانو واکمنۍ یو داسې تصویر وړاندې کړ چې اسلامي قوانینو ته جدي پابندي او د افراطي نظریاتو ملاتړ یې ښوده او هغه مهال یې افغانستان د القاعده په شمول د نړۍ د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل کړ.
د دې لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ سره په سیمه کې ثبات او افغانستان کې بشري حقونو له ګواښ سره مخ شول او د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران د کډوالو د نوې څپې د ورماتیدو په اړه اندیښنه درلوده.
مجله د امنیت او ثبات په برخه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د داعش د خراسان څانګې د وسلوالو موجودیت ته اشاره کوي او ادعا کوي چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو لپاره خونديتوب د دې سبب شوی چې هغوی په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړي.
طالب چارواکو بیا تل ټینګار کړی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت همدارنګه وايي چې د داعش د وسلوالو پر ضد یې هم افغانستان کې ځپونکي اقدامات کړي دي.
خو د «ماډرن ډیپلوماسۍ» خپرونه وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې خلا د دې سبب شوې چې د پاکستاني طالبانو تحریک بیا منسجم شي، سرچینو او نظامي وسایلو ته یې لاسرسی اسانه شي او په پاکستان کې بې ثباتي زیاته کړي.
له ترکیې خپریدونکي «صباح »ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې او ادبیاتو د ډیپارټمینټ د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د دې ډیپارټمنیت پرانیسته د سه شنبې په ورځ په بلخ کې د ترکیې د کونسل له خوا وشوه او د راتلونکې کال تر مارچ میاشتې پورې به رسما خپل خپل کارونه پیل کړي.
ورځپاڼه وايي، لومړي پړاو کې شا او خوا ۵۰ محصلانو په دې ډیپارټیمڼت کې د زده کړو لپاره نوم لیکنه کړې.
د صباح ورځپاڼې په وینا، د ترکي ژبې او ادبیاتو دا ډیپارټمینټ به د بلخ د پوهنتون او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې ترمنځ اړیکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د بندیز یو کال پوره شو، خو طالبانو له څه باندې دوه نیم کلنې واکمنۍ وروسته هم تر اوسه د نجونو پر مخ د عصري زده کړو دروازې نه دي پرانیستي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې ګرانو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.