ایران د اسیا او د سیمې له اقتصادي جوړښتونو سره وصل شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل: ایران د اسیا او د سیمې له ټولو اقتصادي بیخ بنایانو سره وصل شوی دی.
د ایران دیارلسم حکومت د انډوله سیاستونو په لړ کښې په خپل خارجي سیاست کښې توانیدلی دی په بیلابیلو سیمه ئیزو او نړیوالو ډګرونو او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري حوزو کښې د یوه خوځنده هیواد په توګه رول ولوبوي.
له دې کبله په بریکس ډلې، د شانګهايي د ملګرتیا موسسې او د اورسیا اقتصادي اتحادیې کښې د ایران غړیتوب د دغه چارې د تحقق په لړ کښې دی؛ داسې موضوع چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د قم د علمیه حوزې د «جامعه مدرسین» په دیارلسمې غونډې کښې ورته اشاره وکړه او په دې خبرې سره چې په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران د خلکو بریالی شتون د دښمانانو د ترکیبي جنګ د ماتي او د هغوې د ناهیلۍ سبب شوی دی وویل ایران وتوانید د شانګهايي د ملګرتیا موسسې ، د بریکس ډلې او د اوراسیا اتحادیې غړی شي او د اسیا او د سیمې له ټولو اقتصادي جوړښتونو سره وصل شي ؛ په تیرو څلورو کلونو کښې په سیمه کښې د ایران تجارتي فعالیت ریکارډ جوړ کړی دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د دیارلسم حکومت خبرې په سیمه او نړۍ کښې د اغیز شیندونکي ، د بره خبرو او د اصولو پراساس د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د مشر تابه د ستر مقام حضرت ایت الله خامنه اي خبرې دي وویل کولای شو له عزت څخه د ډکې ډيپلوماسۍ په افتخار او عزت سره په یووخت د داخلي ظرفیتونو پربنسټ اقتصاد هم ولرو او هم کولای شو د سیمې په تجارت او اقتصاد کښې بره لاس ولرو او له خپلو اصولو څخه شاته نشو.
د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې ټولې دنیا ته د ایران مسلم حقانیت ښکاره شوی دی ډاګینه کړه دښمن د ایران د خلکو د نا هیلي کولو او د ایران د اسلامي جمهوریت د څنډې ته کولو په دوو پروژو کښې بریالی نشو؛ دغه موضوع ټولې دنیا ته ورښکاره شوي ده.
د فلسطین د مسلې او په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ بله موضوع وه چې ولسمشر ابراهیم رئیسي د قم د علمیه حوزې د جامعه مدرسین په دیارلسمې غونډې کښې ورته اشاره وکړه داسې جنایتونه چې د فلسطین د څه د پاسه یویشت زره کسان پکښې شهیدان شوي دي چې اکثره یې ښځې ، ماشومان او ملکي وګړي دي.
هغه په ریاض کښې د عربو او د اسلامي هیوادونو د مشرانو په غونډې کښې د ایران د دریځونو په بیانولو سره چې د فلسطین مسله د اسلامي نړۍ لومړی موضوع ده او فلسطین په حقه دی وویل نن سبا دنیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي وینا ته چې فرمائیلي يي دي اسرائیلي سرطاني دانه ده رسیدلي دي یعني ټولې دنیا ته د ایران د اسلامي جمهوریت حقانیت ورښکاره شوی دی.