ایران په تیره اونۍ کښې
د متعال او مهربان الله په نامه! ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم. ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو، نن به هم د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او خبرونو جاج واخلو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ په چارشنبې د یوه ډله ښځو او نجونو په کتنه کښې، په کورنۍ کښې د ښځې د شتون او په ټولنې، سیاست او د مختلفو سویو په مدیریتونو کښې یې د میرمنو د لامحدوده فعالیت په هکله د اسلام منطقي او عقلاني لیدتوګه بیان کړه او ټینګار یې وکړ: په اسلام کښې د سړیو په شان ښځو ته هم د هر ډول ټولنیز فعالیت لاره خلاصه ده په دې شرط چې د دوو مهمو حساسیتونو خیال وساتل شي او هغه، یوه د کورنۍ موضوع او بل د جنسي جاذبو له خطر څخه ځان ساتل دي.
معظم رهبر په دغې کتنې کښې چې د حضرت فاطمه الزهرا سلام ا... علیها د زوکړې په درشل کښې وشوه د ښځې هویت او د هغې ارزښتونه ، حقوق ، دندې ، ازادیانې او محدودیتونه مهمه او ډیره ټاکونکي مسئله وبلله او ویې ویل : د دغې ډیرې مهمې مسلې په هکله په دنیا کښې دوه کلّي یعنې اسلامي او لویدییځ کړچارونه شته چې د یوه بل اپوټه او په مقابل کښې دي.»
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ښځو په موضوع کښې له خبرو اترو څخه د لويديځ د تمدني او کلتوري نظام ډډه کولو ته په اشارې سره زياته کړه: لويديځوال له دې امله چې د ښځو په باره کښې هيڅ منطق نه لري کوشش کوي چې د هرې پوښتنې او موضوع په وړاندې خپله خبره په لانجې او شورماشور، د سیاسي او غیرسیاسي کسانو په اخیستو او له ادبیاتو، هنر او مجازي فضا څخه په اوزاري استفادې او په ښځو پورې په اړوندو نړیوالو مرکزونو باندې په تسلط سره مخ ته بوځي.
"حضرت آیتا... العظمی خامنهاي" د ښځو د مسئلې په اړه د اسلام تګلاره د غربي تګلارو اپوټه، بیخي منطقي او عقلاني وبلله او زیاته یې کړه: د ښځو مسئله د اسلام له مهمو ټکو څخه ده او باید داسې فکر ونه شي چې مونږ باید د میرمنو په مسئله کښې ځواب ورکړو.
دوي همداشان دې ټکي ته په اشارې سره چې ښخه او سړی د خپلو بدني او روحي امکاناتو او وړتیاؤ په خاطر، بیلې دندې لري، زیاته کړه: په دې وجه «د جنسیتي برابرۍ» شعار چې ځیني یې په مطلقه توګه بیانوي، غلط دی او هغه څه چې صحیح دي د «جنسیتي عدالت او انصاف» شعار دی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د عدالت مفهوم ته په اشارې سره وویل چې عدالت یعنې په خپل صحي ځاې د هر څیز کښیښودل، د ماشوم زیږولو او د اولاد د روزنې په شان د ښځې ځانګړې دندې د هغې له روحي، بدني او عاطفي جوړښت سره سمون لرونکې وبللې او ویې ویل: که څه هم د ښځې او سړي کورنیزې دندې په خپلو کښې فرق لري خو د کورنۍ حقوق یې، د قرآن کریم د څرګندو آیتونو له مخې یوشان او برابر دي.
*/*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په سوریې کښې د ایران د پوځي صلاحکار سردار سید رضي موسوي د شهادت په مناسبت یو پیغام کښې ولیکل: شک نشته چې دا کار په سیمه کښې د غاصب صهیونیسټي رژیم د لالهاندۍ، عاجزۍ او ناتوانۍ یوه بله نښه ده او د دې جنایت تاوان به خامخا ورکوي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ هم په سوریې کښې د مقاومت د جبهې د ملاتړي مسئولی سید رضي موسوي په شهیدولو کښې د صهیونیسټي رژیم ترهګر اقدام ته سخت غبرګون ښودلی دی. په نیویارک کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي امیر سعید ایرواني د تیرې شورو په شپه د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې د سردار موسوي شهادت ته په غبرګون کښې ولیکل: ایران په یو مناسب وخت او هر کله چې ضروري وګڼي، د پریګنده ځواب لپاره د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور له مخې خپل روا او ذاتي حق محفوظ ګڼي.
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د عامه اړیکو مرکزي دفتر تیره چارشنبه د دمشق ښار په زینبیه نومې مسکوني سیمې کښې، په سوریې کښې د سپاه د پخواني پوځي صلاحکار او د شهید سردار سلیماني د همسنګر سردار سید رشي موسوي د شهادت خبر وکړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم دغه اقدام په کلکه وغنده او ویې ویل چې ایران به په مناسب وخت او ځاې کښې دغه ترهګر اقدام ته مناسبت ځواب ورکړي.
*/*/*/*
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ایروان ته په سفر او د ارمنستان له چارواکو سره په ملاقات کښې یوځل بیا په جنوبي قفقاز کښې د پایدارې صلحې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په غوښتنې ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د چهارشنبې په ماښام د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره وکتل. هغه په دغه کتنه د ایران د اسلامی جمهوریت په خارجی سیاست کښې د ارمنستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا اهمیت او لومړیتوب ته په اشارې سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په مثبتې ارزونې سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو د چټکتیا پر اړتیا په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو او د خلکو پر متقابلو اړیکو ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کښې د ارمنستان لومړی وزیر هم د قفقاز د پرمختګونو په باره کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د اصولی دریځونو د قدرونې په ترڅ کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پراختیا خوښی څرګنده کړه.
امیر عبداللهیان همداراز د شورو په شپه د آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر "جیحون بایراموف" سره په ټیلی فونی تماس کښې د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د صلحې د موافقې د پرمختګ هرکلی وکړ او د دغو دواړو هېوادونو تر منځ دتلپاتې صلحې لپاره یې د ایران د کوششونو په دوام ټینګار وکړ.
*/*/*/*/
د ایران اسلامي جمهوریت د دوشنبې په ورځ د اورآسیا اتحادیې د غړیو په توګه له بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیې او ارمنستان سره په توګه د آزاد تجارت موافقه لاسلیک کړه.
د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران له شاملیدو او د ۲۰۲۴ کال له پیله د بریکس ډلې د نوي غړي په توګه د ایران له منلو وروسته، د یورواسیا اتحادیې له هیوادونو سره د ازادې سوداګرۍ د موافقې لاسلیک له نورو هیوادونو سره د ایران د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا په لور یو بل مهم ګام ګڼل کیږي.
د ایران او د یوریشیا د اتحادیې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقې له مخې، دواړه خواوې به په خپلو سوداګریزو تبادلو کې د 87٪ توکو څخه په بشپړه توګه تعرفې لرې کړي.
او د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تیره یکشنبه په تهران کښې د افغانستان له سرپرست خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کښې د اوبو او سرحدونو د مسائلو په شمول د دواړو هیوادونو ترمینځ د موجود مسائلو د هواري په ضرورت ټينګار وکړ او هیله یې وښودله چې د افغانستان د واکمنې کابینې مسئولان د موجودو ستونزو د ختمولو په لړ کښې په عملي توګه کار وکړي.
د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست هم د دوه اړخیزو اړیکو د لوړاوي اهمیت ته په اشارې سره، د اوبو، سرحدونو، تجارت او په قضايي او کنسولي چارو کښې د ملګرتیا په شمول ټولو برخو کښې د دواړو هیوادونو د تعاملاتو د دوام په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه همداشان د فلسطین د مظلوم ولس په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي دریځونو په هرکلي سره، تر بشپړې بریا پورې د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې د فلسطین د خلکو د جهاد او مقاومت څخه د ملاتړ د دوام په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی