په سرۀسمندر کې د ایران دسمندري ځواک دشتون زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144156-په_سرۀسمندر_کې_د_ایران_دسمندري_ځواک_دشتون_زیاتیدا
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک بیړیو د ۲۰۰۹کال له لومړیو څخه له سمندري غلو سره د مقابلې او دکشتۍ چلونې دکرښو دامنیت د تامینولو او دنورو ماموریّتونو لپاره دسمندر په آزادو اوبو کې خپل ماموریّتونه پیل کړي او سره سمندر یا هماغه بحیره احمر ته د البرز جنګی بیړئ واریدیدا هم د همدغو ماموریّتونو په لړ کې حسابیږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 02, 2024 12:20 Asia/Kabul
  • په سرۀسمندر کې د ایران دسمندري ځواک دشتون زیاتیدا

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک بیړیو د ۲۰۰۹کال له لومړیو څخه له سمندري غلو سره د مقابلې او دکشتۍ چلونې دکرښو دامنیت د تامینولو او دنورو ماموریّتونو لپاره دسمندر په آزادو اوبو کې خپل ماموریّتونه پیل کړي او سره سمندر یا هماغه بحیره احمر ته د البرز جنګی بیړئ واریدیدا هم د همدغو ماموریّتونو په لړ کې حسابیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سټراټژيک سمندري ځواک دبیړیو د ۹۴ ډلې په چوکاټ کې د البرز نومې جنګي بیړئ،د باب المندب تنګي څخه په تیریدا سره  سرۀسمندر ته وارده شوه . البرز جنګي بیړئ د ۲۰۱۹کال په دسمبر کې  له اساسی تعمیراتو وروسته  او د ماډرن اوټيکنالوجیکي سسټمونو په نصبولو پسې ، یو ځل بیا  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک د جنوب  له بیړیو سره یوځاي شوې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک بیړیو د ۲۰۰۹کال له لومړیو څخه له سمندري غلو سره د مقابلې او دکشتۍ چلونې دکرښو دامنیت د تامینولو او دنورو ماموریّتونو لپاره دسمندر په آزادو اوبو کې خپل ماموریّتونه پیل کړي او سره سمندر یا هماغه بحیره احمر ته د البرز جنګی بیړئ واریدیدا هم د همدغو ماموریّتونو  په لړ کې حسابیږي.

سور سمندر او باب المندب تنګی په نړیوال تجارت او اقتصاد کې غوره اهمیّت او رول لوبوي اوپه همدې دلیل له ډير زیات سټراټژيک ا همیّته برخمن  دی او په دې لړ کې د ایران د  اسلامی جمهوریت سمندری شتون په دغه سمندر کې ډير مهم او اغیزشیندونکي اهمیّته برخمن دی.دډې په ترڅ کې چې په سرۀ سمندر کې د غلا ښکارنده د ایرانیو کب نیونکو  ماکوګانو  او تیلی  او تجارتی کشتیو د ساتنې ضرورت دوه چنده کړی دی.په وروستیو میاشتو کې په سرۀسمندر کې د تاؤتریخوالو زیاتیدا او نیواکي فلسطین په تیره بیا ایلات بندر ته په تلونکو کشتیو او ګټو د یمن والو دحلمې په پلمه د یمن په ضد دسمندري ائيتلاف د جوړولو لپاره دامریکا هڅې په دغې سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د اغیزشیندونکي شتون ضرورت ډیر زیات کړی دی.

سور سمندر یا بحیره احمرد نړیوال تجارت  او د سمندر کچ کونې لپاره یوه اصلي لاره شمیرل کیږي او په کال کې له دغې سیمې  د کابو شپاړس زره تجارتي او پوځي کشتئ تیریږي او د نړۍ  د تیلی تولیداتو کابو دیرش فیصدي برخه له همدې لارې ترسره کیږي. همداراز د ختیځي او لویدیځي هیوادونو  دصنائعو داړتیا وړ  اومه موادو واردات او  آسیائي ، افریقائي هیوادونو او اسټریلیا ته  د دوي صادرات  عموما له دغې سیمې ترسره کیږي. له دې امله سور سمندر په یوه داسې قطب بدل شوی دی چې د هغو د ساحلو  یو شمیر هیوادونودغه راز د سیمه ایزو او نړیوالو  هیوادونو   ګټو او اهدافو سره غوټه خوړلې ده . همداراز دغه سمندر له سټراټژيک پلوه  د فارس خلیج سیمې په لور د لویدیځي هیوادونو  دهر ډول پوځي خو  ځښتونو لپاره یوه مهمه اوبلاره ده.

د یو هغه هیواد په توګه د ایران د اسلامی جمهوریت د قدرت او ملی امنیت لباره دسمندري  ځواک  اهمیّت، له خپلو شمالي او جنوبی پولو کې  اوږدۀ سواحل  لري، نه انکاریدونکی دی. ددې په ترڅ کې چې د سرۀ سمندر او د هندسمندر،اطلس سمندر او آرام سمندر په څير دنړیوالو سمندرونو پشمول  په سیمه ایزو  سمندرونو کې  د سمندری اغیزشیندونکي شتون لپاره  د ایران توانمنئ،د قدرت دنندارې ته د وړاندې کولو  او پر سیمه ایزو اونړیوالو سیاستونو او اقداماتو د اغیزشیندنې په زمینې کې نه انکاریدونکی رول لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ سټراټژيک سمندري ځواک په ډول ډول اوبتلونو او سمندري کشتیو پشمول په ماډرن کشتیو په سنبالتیا سره په وروستیو کلونو کې  په فارس خلیج حوزې،د هند سمندر په شمال  کې او هم په سرۀسمندر کې په یوه لوي سمندري قدرت بدل شوی دی.په عین حال کې ددغه ځواک د سټراټژيک عنصر د تحقق لپاره،دا ډیره مهمه ده چې د ځواکمنتیا او نورو ته د قدرت  دښودلو دتوان په اختیار کې درلودل یعني  په لیرې پراتو سیمندري سیمو کې د سمندری عملیاتو د ترسره کولو او د پوځي توانمنیو څخه داستفادې قدرت په اختیار کې درلودل، حیاتي اهمیّت لري.دغه هدف ته درسید ا لپاره د ؛بندر بیړئ ؛ په نامې سره سترې کشتۍ درلودل چې په لیرې پراتو سمندری سیمو کې هغه که دلوجیسټکي  پلوه وي او که د پوځی تجهیزاتو او مقدوراتو له نظره،د عملیاتو د ترسره کولو  توان برابر کړي، ضروري دي.د بندرونو بیړئ د متحدک سمندری مرکز په توګه عمل کوي او د هغو اساسی بیخ بینائي تاسیساتو یوه برخه دي چې په سمندر کې د پرمختللو تجهیزاتو او ځواکونو پشتیباني کوي.

په دې لړ کې د مکران بندر بیړئ جوړیدا او عملی کیدا د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سټراټژيک سمندري ځواک د نړیوال شتون په زمینې کې لومړنی ګام دی.ددبندر بیړۍ په  اختیار کې په درلودلو سره په سمندرونو او نړیواله کچه د سمندری ماموریتونو د ترسره کولو په زمینې کې د پوځ د سمندری  ځواک یو مخکینی خوب پوره شو او  په دې زمینې کې لومړنی ګام په ۲۰۲۱کال مئ میاشت کې د اطلس سمندر په ماموریت د سهند ځاي جنګی بیړئ او مکران بندر بیړۍ څخه جوړ مکران بیړیو ډلې په لیږلو سره پورته شو او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.