ترهګري؛ د اسلامي ایران په خلاف د دښمنانو ناکامه هڅه
د اسلامي ایران دښمنانو یو ځل بیا په یوه ړانده ترهګریز اقدام کې، په سلګونه ملکي کسان شهیدان او ژوبل کړل.
د چهارشنبې په مازدیګر د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواکونو د پخواني قومندان، ډګرجنرال قاسم سلیماني د شهادت د مراسمو په ترڅ کې، په کرمان ښار کې د شهیدانو ګلزار ته پر غځېدلي سړک، د دې مراسمو د زائرانو په منځ کې دوې ترهګریزې چاودنې وشوې، چې له امله یې ۸۴ تنه شهیدان او ۲۸۴ تنه ټپیان شول. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د شهید سلیماني د مزار د زائرینو د یو شمېر کسانو د شهادت له امله ټینګار وکړ: جنایتکاران دې پوه شي، چې د سلیماني د لارې سرتېري به د دوی جنایتونه ونه زغمي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم د یوه پیغام په صادرولو او د کرمان د شهیدانو په ګلزار کې د ترهګریز جنایت په غندلو سره، دغه عمل د ایران ضد جنایت او د ترهګرۍ د عاملانو جنایت وباله او د دغه پېښې ټپیانو ته د رسېدنې لپاره چارواکو ته د سپارښتنې ترڅنګ، د دغه ړانده او بزدلانه عمل د عاملينو او مشرانو پر ژر تر ژره پېژندلو ټينګار وکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ په هېوادونو کې د ترهګرۍ ترټولو ستر قرباني دی، چې تراوسه په ترهګریزو حملو کې څه دپاسه ۱۷ زره ایرانیان او چارواکي شهیدان شوي دي. په حقیقت کې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او د نړیوال استکبار د انډولونو د له منځه تلو له لومړیو ورځو راهیسې، ایران د امریکې، صهیونیسټي رژیم او د هغوی د ملګرو په ګډون، د دښمنانو د نفرت او دښمنۍ هدف ګرځېدلی دی.
د ترهګریزو عناصرو پوځي روزنه، مالي او معلوماتي مرستې او هغوی ته د وسلو او ارتباطي وسایلو استول، د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د ترهګرو ډلو په جوړولو او ملاتړ کې، د دښمنانو د رول یوه برخه ده.
د ۱۳۹۸کال د مرغومي په دیارلسمه د «جنرال قاسم سلیماني» ترور، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په میاشت کې د سیستان او بلوچستان ولایت په راسْک ښار کې د پولیسو پر مرکز برید، د ۱۴۰۱ کال په پیل کې پر رضوي سپېڅلي زیارت ترهګریز برید، په ۱۳۹۶ کال کې د امام خمیني (ره) پر زیارت او د اسلامي شورا پر مجلس باندې د تکفیري داعش ترهګریز برید، په ۱۳۷۳ کال کې د امام رضا(ع) په زيارت کې چاودنه او په ۱۳۹۹ کال کې د محسن فخري زاده په شان د پوهانو ترور، په ايران کې د دښمنانو او د هغوی د اجيرانو د ترهګریزو بريدونو د تاريخ بېلګې دي.
د امنیت په ټینګښټ کې د نظام د ناتوانۍ بیانول، د رواني آرامښت ګډوډول او په خلکو کې د نا هیلۍ رامنځته کول، ګډوډي رامنځته کول او همدارنګه د اسلامي انقلاب د ایډیالوژۍ د تحقق مخه نیول، د دښمنانو او د هغوی د اړوندو اجنټانو د اهدافو په ډله کې په ترهګرۍ کې ارزول کېږي، چې د ایران پر وړاندې د ګډې جګړې په بڼه دوام لري.
دا باید په یاد وساتل شي چې د ایران د خلکو او چارواکو پر وړاندې د ټولو ترهګریزو اعمالو سره سره، نړیوالې ټولنې نه یوازې دا چې د هغې د تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن او عملي ګام نه دی پورته کړی، بلکې د ترهګرو ملاتړو دولتونو هم تل په دې ډول اقداماتو کې خپل رول رد کړی دی. د بېلګې په توګه، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "متیو میلر" د کرمان د شهیدانو په ګلزار کې د ترهګریزې پېښې په اړه ادعا وکړه: واشنګټن په هېڅ صورت د ایران په چاودنو کې لاس نه لري او هېڅ دلیل نشته چې باور وکړو اسرائیل پکې لاس ولري."
خو په کرمان کې د پرونۍ ترهګریزې پېښې په اړه تر اوسه کوم کس یا ډلې د هغې پړه پر غاړه نه ده اخیستې او دا په داسې حال کې ده چې دا پېښه په سوریه کې د ایران د یوه جګپوړي سلاکار سید رضي موسوي او په لبنان کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروري له ترور سمدستي وروسته رامنځته شوه، له همدې امله صهیونیسټي رژیم ته زیاته پاملرنه کېږي، ځکه چې دغه رژیم د دغو وژنو اصلي عامل وو .
دا څرګنده ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې د مخکښو هېوادونو په توګه، اوس هم په دغه ډګر کې خپلو هلو ځلو ته د دوام هوډ لري او ترهګرې کړنې هېڅکله هم نه دې توانېدلي چې د ایران د اسلامي انقلاب د لارې دوام او موخو ته خنډ رامنځته کړي. د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر«احمد وحیدي» هم په کرمان کې د ترهګرې حملې په اړه ټینګار وکړ: دغه ترهګریز عمل به په لنډ ممکن وخت کې د امنیتي او پوځي ځواکونو له سخت او ځپوونکي ځواب سره مخامخ شي.