د انتوني بلینکن څرګندونې کومه نوي خبره نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144462-د_انتوني_بلینکن_څرګندونې_کومه_نوي_خبره_نه_ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن قطر ته په سفر کښې په سیمه کښې د جنګ د پراخیدا خبره وکړه او د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل بلینکن کوم نوی کشف نه دی کړی.
(last modified 2024-01-08T20:45:57+00:00 )
Jan 09, 2024 00:57 Asia/Kabul
  • د  انتوني بلینکن څرګندونې کومه نوي خبره نه ده

فارس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن قطر ته په سفر کښې په سیمه کښې د جنګ د پراخیدا خبره وکړه او د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل بلینکن کوم نوی کشف نه دی کړی.

ناصر کنعاني وویل دا هماغه موضوع ده چې ایران له لومړیو څخه کړي ده که چیرې د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ غاصب رژیم د جنایتونو مخه ونه نیول شوه نو د جنګ اړخونه او لمن پراخیږي.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن چې د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته څلورم ځل دی چې سیمې ته سفر کوي په قطر کښې په څرګندونو کښې وویل جنګ په اسانۍ سره پراخیدلای شي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت د خارجه وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو دریو میاشتو راهسې په سیمه کښې د جنګ د لمن د پراخیدا په هکله خبرداری ورکړی و.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه راز وویل که چیرې مونږ په سیمه کښې د جنګ د لمن او د اړخونو د پراختیا کتونکي یوو او له بده مرغه د اسرائیلو جنایتکارانه حملې هماغه راز دوام لري نو دا همدغه اندیښنې ته د امریکا د حکومت د پام د نه کولو نتیجه ده.

مخکې د فلسطین د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سیمې ته د امریکا د خارجه وزیر بلینکن سفر ته په غبرګون کښې هیله څرګنده کړي وه چې هغه د غزې د  خلکو له وژلې په ملاتړ کښې د امریکا له غلطیانو پرده پورته کړي.