د ملګرو ملتونو راپور ورکونکۍ د کرمان برید یو ترهه ګربرید وباله
د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالی په چارو کښې د ملګرو ملتو رپورټرې ریم اسلم د ټولنیزو حقوقو او آزادیو د تحقق په لړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د مرستیالې سکینه سادات پاد د لیک په ځواب کښې د کرمان حمله یو ترهګریز برید وباله او دغه جنایت یې غندلی دی.
د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالی په اړه د ملګرو ملتو راپور ورکوونکې د ټولنیزو حقوقو او آزادیو په تعقیبولو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیالې د لیک په ځواب کښې په کرمان کښې د حملې په ترهه ګرۍ والی اعتراف وکړ .
د جنورۍ په دریمه د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین د مراسمو په ترڅ کې د ایران په جنوب کې د کرمان ښار د ګلزار شهداي په لاره کې د زیارت کوونکو په منځ کې دوه ترهګرې چاودنې وشوې چی د څو ماشومانو په شمول ۹۴ تنه پکې شهیدان شول.
د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالی په چارو کښې د ملګرو ملتو رپورټرې ریم اسلم د ټولنیزو حقوقو او آزادیو د تحقق په لړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د مرستیالې سکینه سادات پاد د لیک په ځواب کښې د کرمان حمله یو ترهګریز برید وباله او دغه جنایت یې غندلی دی.
د ایران د ولسمشر مرستیالې د ټولنیزو حقوقو او آزادیو په تعقیبولو کښې د ملګرو ملتو له موضوعی خبریالانو سره مکاتبه او په کرمان کې د جنرل سلیمانی د شهادت د کلیزې په مناسبت د ترهه ګر اقدام د غندلو او د هغو د دریځ د اعلانولو غوښتنه کړی وه .