رئیسي: فلسطین د نړۍ د بشریت په لومړنۍ مسلې بدل شوی دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مقاومت او دریدا د فلسطین د مسئلې حل لاره وبلله او زیاته یې کړه که ظالم بهیر مزاکرات او منطق نه منی نو په مقابل کې یی یوازنۍ منطق مقاومت دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د الاقصی طوفان په نړیوال کانفرنس کښې ټینګار وکړ فلسطین د نړۍ د بشریت په لومړنۍ مسلې بدل شوی دی .
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی نن په تهران کښې د الاقصی طوفان او د انسانی وجدان د بیدارۍ په لومړی نړیوال کانفرنس کښې وویل: د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) وفرمایل فلسطین د اسلامی نړۍ لومړنې مسله ده او د قدس شریف ازادول په اسلامی نړۍ کښې لومړیتوب لری او دغه ټولنه د اسلامی نړۍ د ترټولو مهمې مسئلې یعنی فلسطین باندې کار کولو لپاره جوړه شوې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مقاومت او دریدا د فلسطین د مسئلې حل لاره وبلله او زیاته یې کړه که ظالم بهیر مزاکرات او منطق نه منی نو په مقابل کې یی یوازنۍ منطق مقاومت دی.
رئیسي همداراز وویل: نن د الاقصی د جګړې ګټونکی فلسطین دی او صهیونیسټ رژیم او ملاتړي یې د دغه ډګر بایلونکي دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت په سیاست کښې له فلسطینیانو او د مقاومت له ډلو ملاتړ د ایجنډا په سر کښې دی، مګرمونږ کولای شو د هغو خلکو په وړاندې بې تفاوته پاتې شو چې په ټوله نړۍ کښې پرې ظلم شوی دی ، باید له هغه چا چی له خپل ځان ، دین او کورنۍ روا دفاع کوی ملاتړ وشی .
رئیسي په دې باندې په ټینګار سره چې نیواک باید پای ته ورسیږي او نیواکګر باید سزا شي او تاوان ورکړي زیاته کړه د نیواک دوام ملکیت او مشروعیت نه راوړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همدارنګه وویل: له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادی کول نه د سیمې د هیوادونو او نه هم د صهیونیسټ رژیم لپاره د امنیت عامل دی.
رئیسي وویل چې د فلسطین د مسئلې په اړه د جوړجاړي او یا ساز باز بهیر ځواب ورنکړ او دلیل یی دا وو چی مقابل لوری خپلې ژمنې ته پایبند ندی ، صهیونیسټ رژیم تراوسه له څه دپاسه ۴۰۰ موافقو، پریکړه لیکونو او نړیوالوبیانیو سرغړونه کړې ده.
د اسلامی ایران ولسمشر په پای کې څرګنده کړه، فلسطین یوازې د اسلامي امت اندیښنه نه ده، بلکې یوه نړیواله مسله ګرځیدلې ده.