د ایران حقوق پوهانو د فلسطین په ملاتړ کښې غونډه وکړه
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د ملګروملتونو د دفتر مخ ته د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره د ایران د انقلابي حقوق پوهانو عمومي غونډه ترسره شوه.
په تهران کښې د ملګروملتونو د دفتر مخ ته د ایران حاضرو انقلابي حقوق پوهانو پرون د الله اکبر او د اسرائیلو جنایت د امریکا جنایت دی او دغه ټولې وژلې او غارت د امریکا په ملاتړ سره دی او داعشیان، تکفیریان او صهیونیسټان د امریکا درې عنصره دي ، مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونو په ورکولو سره په غزې تړانګه کښې سمدستي د اوربند غوښتنه وکړه.
د ایران یوشمیر انقلابي حقوق پوهانو او وکیلانو په دغه غونډې کښې ویناوې وکړې او ټينګار یې وکړ نړیوالې ټولنې باید په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندي.
د ایران انقلابي حقوقو پوهانو او وکیلانو په دغه غونډې کښې په تهران کښې د ملګروملتونو دفتر ته یو شکایت لیک هم وروسپاره.