اسټرالیا د امریکا له ناوړه اقداماتو سره ملګرتیا کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ټینګار وکړ: اسټرالیا په عراق او افغانستان کښې د امریکا له ائتلاف سره د ملګرتیا له ترخې تجربې وروسته په غلطه لاره روانه شوي ده او په سیمه کښې د امریکا لخوا د ثبات له مینځه وړونکو اقداماتو سره ملګرتیا کوي.
ناصر کنعاني نن د ایران پرضد د اسټرالیا د لومړي وزیر «انتوني البانیزي» د ادعاګانو په هکله وویل: په ایران اسلامي جمهوریت باندې د دا ډول تورونو لګول ناعادلانه او بې اساسه دي.
د اسټرالیا لومړي وزیر« انتوني البانیزي» څه موده مخکې د ایران پرضد د چټي تورونو په لګولو سره د سیمې په کړکیچونو کښې د تهران د لاسوهنې ادعا کړي وه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جوته کړه د اسټرالیا حکومت په ښه ډول د نړۍ په یوې تر ټولو مهمې اوبلارې ( سمندر) کښې د انرژۍ د امنیت په تامینولو او په سیمه کښې د سرزورو ډلو او د داعش ترهګرې ډلې د ټروریزم له خطرناکې او سپیرې ښکارندې سره له اغیز شیندونکي مبارزې او په افغانستان کښې د سولې او د ثبات په ټینګیدا کښې د ایران له مهم رول او مقام څخه په ښه ډول خبر دی.